د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان کې د جولایۍ له څلورمې راهیسي په درېیو جلا وسله والو بریدونو کې ټولټال ۴۲ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي، او ورپسې عملیاتو کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي اېس پي ار) مشر، لفټننټ جنرال احمد شریف چودري، د جولایۍ په ۸مه، په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې وروستۍ پېښې په هنه اوړک، زیارت او د بېله ـ وندر پر لویه لاره رامنځته شوې دي.

 

د نوموړي په وینا، لومړی برید د جولایۍ د څلورمې او پنځمې ترمنځ شپه د هنه اوړک په سیمه کې شوی، چې پکې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

 

هغه وویل، دویم برید د زیارت ضلعې د مانګي بند د پمپنګ سټېشن نمبر درې د پولیسو پر پوستې شوی، چې په لومړني برید کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي وو. د پوځ په وینا، بریدګرو وروسته یو شمېر نور پولیس له ځان سره بیولي وو، او د تعقیبي عملیاتو پر مهال ۱۸ نور پولیس هم وژل شوي دي. پوځ وایي، په دې عملیاتو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي دي.

 

د پوځ په وینا، درېیم برید د بېله او وندر ترمنځ د اېن ـ ۲۵ لویې لارې پر یوه پوځي کاروان شوی، چې پکې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي. ایي اېس پي ار وایي، په نښته کې ۱۴ بریدګر هم وژل شوي دي.

 

پوځ وایي، په درېیو واړو پېښو او ورپسې عملیاتو کې ټولټال ۴۲ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او ۵۴ وسله وال وژل شوي دي.

 

د پاکستان پوځ د دغو بریدونو پړه پر بېلابېلو وسله والو ډلو اچولې او دعوه یې کړې چې ځیني بریدګر د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او هند یې ملاتړ کوي. هند دا تورونه رد کړي، او د طالبانو حکومت هم تر دې وړاندې د پاکستان دا ډول دعوې بې بنسټه بللې دي.

 

تر اوسه هېڅ خپلواکې سرچیني د پوځ د وړاندې شویو شمېرو او دعوو بشپړ خپلواک تایید نه دی کړی، خو په وروستیو ورځو کې په بلوچستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو راپورونه په بېلابېلو نړیوالو رسنیو کې هم خپاره شوي دي.