د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په پاړاچنار ښار کې ،د جولایۍ په ۹مه، د ایران د ستر مذهبي مشر، علي خامنه ‌يي، د جنازې د مراسمو د نندارې لپاره یوه ځانګړې غونډه شوې، چې د تنظیموونکو په وینا، زرګونو کسانو پکې ګډون کړی دی.

 

د غونډې پر مهال د لوي سکرین له لارې ګډونوالو ته د جنازې مراسم وښودل شول. ګډونوالو د علي خامنه ‌يي انځورونه له ځان سره لېږدول، او د غونډې پر سټېج د هغه او یو شمېر نورو وژل شویو کسانو د تمثیلي تابوتونو ننداره هم وشوه.

 

د تنظیموونکو په وینا، په غونډه کې د هغو زده‌ کوونکو انځورونه، د ښوونځي بکسونه او تشې څوکۍ هم اېښودل شوې وې، چې د دوي په خبره، د امریکا په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

 

دغه غونډه د تحریک حسیني پاړاچنار له لوري جوړه شوې وه. په غونډه کې پخوانیو سناتورانو علامه سید عابد الحسیني او علامه جواد هادي، د علامه تجمل ترڅنګ، یو شمېر دیني عالمانو هم ګډون کړی و.

 

ویناوالو په خپلو خبرو کې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه وغندل او ویې ویل، چې ایران د امریکا او اسراییل پر وړاندې مقاومت کوي. هغوي دا هم وویل چې امریکا او اسراییل باید پر فلسطینیانو بریدونه ودروي.

 

د غونډې په پای کې ګډونوالو د ماښام لمونځ په سړک ادا کړ او د تنظیموونکو له خوا ګډونوالو ته خواړه هم ووېشل شول.