د ایران د روغتیا وزارت ویلي دي، چې د ،جولایۍ په ۸مه او ۹مه، د دوو شپو پر مهال د ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا د بریدونو له امله ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.

 

د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مشر، حسین کرمان ‌پور، ویلي دي چې دا بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شوي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، د ټپیانو درملنه روانه ده او روغتیايي ډلې د پېښو په سیمو کې بېړني خدمات وړاندې کوي.

 

ایراني چارواکو ویلي دي چې په بریدونو کې ملکي سیمو ته هم زیان رسېدلی، خو تر اوسه یې د وژل شویو کسانو د پېژندګلوۍ او د بریدونو د دقیقو ځایونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

 

د ایران روغتیا وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ پوځي کړکېچ په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا ډېر شوی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي ګواښونو او پوځي اقدامونو له زیاتېدو سره په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

 

ایران د امریکا بریدونه د خپل حاکمیت خلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو ځواب به د خپل وخت او اړتیا له مخې ورکړي. بل لوري ته، امریکايي چارواکي وايي چې د دوي پوځي اقدامونه د خپلو ځواکونو او ګټو د خوندیتوب لپاره شوي دي.

 

د سیمي څارونکي وايي، که د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ د خبرو له لارې کنټرول نه شي، نو د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم خرابېدی شي. دوي خبرداری ورکوي چې دا ډول بریدونه نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوي، بلکې په ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بازارونو هم اغېز کولی شي.

 

ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له دواړو لورو غوښتي دي چې له داسې اقدامونو ډډه وکړي چې جګړه نوره پراخوي. نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې د ستونزو حل باید د خبرو، زغم او سفارتي لارو له لارې ولټول شي.

 

د ایران د روغتیا وزارت وايي، د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه به نور معلومات وروسته له ارزونې خپاره کړي.