باجوړ (شال نیوز): د تحصیل خار اړوند سمسۍ سیمه کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر ضد نن هم د ځايي خلکو احتجاج دوام لري، چې د يو ماشوم د وژل کېدو وروسته نور هم توند شوی دی۔

 

سمسۍ د باجوړ يو غرنۍ او کليواله سيمه ده چې د تحصیل خار برخه ده او د پېښور - باجوړ لویې لارې سره نږدې موقعيت لري۔ دا سیمه له تېرو څو کلونو راهيسي د ناامنۍ او پوځي عملياتو له امله اغېزمنه پاتې شوې، او خلک يې څو ځله بېځايه کېدو سره هم مخ شوي دي۔

 

د راپورونو له مخې، د وروستيو نښتو پر مهال د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو په تبادله کې يو کم عمره ماشوم وژل شوی دی، چې له امله يې خلک سړکونو ته راووتل۔

 

مظاهره کوونکو د لوي سم په مقام د پېښور - باجوړ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده۔

 

همدارنګه په رشکۍ لوي سړک هم احتجاجي مظاهره شوې، چې پکې صاحبزاده هارون رشيد، عمران ماهر، عبيد سالارزئی او نور ځايي مشرانو ګډون کړی دی۔

 

احتجاج کوونکي د پېښې د شفافې پلټنې او د امن د ټينګښت غوښتنه کوي، او وايي چې د ملکي خلکو ساتنه د رياست مسؤليت دی۔ 

تر دې دمه د چارواکو له لوري په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي۔