د امریکا او ایران ترمنځ وروستی لنډمهالی اوربند یو ځل بیا له جدي خطر سره مخ شوی، وروسته له هغې چې امریکا د جولایۍ په اتمه د ایران پر یو شمېر سویلي پوځي ځایونو تازه هوايي بریدونه وکړل.

 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي، چې دا بریدونه د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر ضد د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي دي. امریکايي چارواکي وايي، د بریدونو هدف هغه پوځي توان و چې ،د دوي په وینا، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ لپاره ګواښ جوړولی شي.

 

د راپورونو له مخې، د جولایۍ په اتمه د امریکا بریدونو د ایران په سویلي ساحلي سیمو کې د بندرعباس، بوشهر او د هرمز تنګي شاوخوا ځیني پوځي هدفونه په نښه کړي دي. ایراني دولتي رسنیو ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې د ایران د پوځ اته غړي وژل شوي، چې د هوايي او سمندري ځواکونو غړي هم پکې شامل دي.

 

امریکايي رسنیو راپور ورکړی دی چې واشنګټن دا بریدونه وروسته له هغې وکړل چې د هرمز تنګي په سیمه کې درې سوداګریزې بېړۍ تر بریدونو لاندې راغلې. امریکا د دغو بریدونو پړه پر ایران اچولې، خو تهران دا تورونه رد کړي او امریکا یې د جګړې په پراخولو تورنه کړې ده.

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي، چې له ایران سره د جګړې د ختمولو لنډمهاله موافقه نوره عملي نه ده. نوموړي ایران تورن کړی چې د هرمز تنګي د امنیت په اړه یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

 

ایران د امریکا تازه بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی دی چې که بریدونه دوام وکړي، تهران به ځواب ورکړي. د ایران نیمه رسمي رسنیو ویلي دي، چې د ایران ځواکونو د بحرین او کوېټ په هغو سیمو کې د امریکا اړوند پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

 

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی. شنونکي وايي، که په دې سیمه کې کړکېچ نور هم زیات شي، د تېلو نړیوالې بیې، د خلیج امنیت او د نړیوال تجارت لارې به اغېزمنې شي.

 

دا تازه کړکېچ داسې مهال رامنځته شوی چې څو اوونۍ وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړو هېوادونو په مرسته د اوربند او خبرو یوه لنډمهاله لاره جوړه شوې وه، خو اوس د دواړو لورو تازه بریدونو دا بهیر له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.

 

تر اوسه د نویو خبرو لپاره کومه رسمي نېټه نه ده اعلان شوې، خو منځګړي هېوادونه هڅه کوي چې واشنګټن او تهران بېرته د خبرو مېز ته راوګرځوي.