پېښور (شال نیوز): د خېبر پښتونخوا د پلاننګ او ترقۍ محکمې يو غونډه، د وزيراعلی محمد سهيل اپريدی په مشرۍ کې وشوه، چې پکې د راتلونکي مالي کال د پرمختيايي پروګرام جاج واخيستل شو او يو شمېر نوو منصوبو باندې غور وشو.
غونډه کې د ضم شوو ضلعو لپاره د وړو صنعتي زونونو جوړولو، هنرمند ځوانانو ته مالي مرستو ورکولو او کاروباري اسانتياوو برابرولو تجويزونه وکتل شول.
وزیراعلی په دې موقع وويل چې راتلونکی صوبايي بجټ به په ځانګړي توګه د ځوانانو په مضبوطولو او د ټيټ او منځني آمدن خلکو د ژوند ښه کولو لپاره جوړولی شي. هغه زياته کړه چې روزګار پيدا کول او معاشي پرمختګ ته وده ورکول به د حکومت مهم ترجيحات وي.
غونډه کې دا هم وړانديز وشو چې کوهاټ، مردان، پېښور او ضم شوو ضلعو کې “سېف سټي” منصوبې پېل کړل شي، ترڅو امنيت نور هم ښه شي. همدارنګه، د خوراکي موادو د ذخيره کولو لپاره جديد ګودامونو جوړولو باندې هم غور وشو.
د توانايۍ په برخه کې، ضم شوو ضلعو کې د سولر سسټمونو لګولو، واړه برېښنايي منصوبې بيا فعالولو او نوو فيډرونو جوړولو تجويزونه وړاندې کړل شول. وزیراعلی هدايت وکړ چې په مرحلو کې دې سرکاري دفترونه په سولر انرژۍ منتقل کړل شي.
د ځوانانو د پرمختګ لپاره، عصري مهارتونو، روزګار او کاروبار ته د ودې ورکولو منصوبې هم تر بحث لاندې راغلې.

شال نیوز