راپور | طارق اورکزئ | کرم

 

د خېبر پښتونخوا کورمې ضلعې په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوې کورنۍ لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د حکومت له لوري د خوراکي توکو امداد تر دې دمه یوازې هاغه خلکو ته ورکړل شوی دی چې د بګن او تیندو سامې په کیمپونو کې مېشت دي.

 

د قدرتي آفتونو د مدیریت د خیبر پښتونخوا ادارې د کورمې يو چارواکي ساجد خان د مارچ پر ۲۶مه‌ شال نيوز  ته وویل چې دا امداد یوازې هغو کورنیو ته رسول شوی چې په کیمپونو کې اوسېږي او شمېر یې یوازې تر زرو پورې رسېږي. د ده په وینا، تر اوسه ۹۴۰ کورنیو ته وچ راشن ورکړل شوی او پاتې کورنیو ته به هم په پړاونو کې ورسېږي.

 

ساجد خان دا هم وویل چې که څه هم وچ امدادي راشن خلکو ته ورکړل شو، خو حکومت اراده لري چې په راتلونکو ورځو کې د هرې کورنۍ په سر ۳۸ زره روپۍ هم وويشي، څو د خلکو د ورځنیو اړتیاوو یو څه بار کم شي. د ده په خبره، د عملیاتو له کبله ډېرې کورنۍ بې کوره شوي دي او حکومت هڅه کوي چې لږ تر لږه لومړنۍ مرستې ورته ورسېږي.

 

په تیندو سامې کې مېشت یو بې کوره شوي کس رسول مرجان، چې د تور غره اوسېدونکی دی، د زیارت په ورځ شال نيوز ته وویل چې مخکې به په کیمپ کې ورته تیار خوراک ورکول کېده، خو اوس د تیارې ډوډۍ پر ځای وچ راشن ورکول کېږي. مرجان وايي چې د حکومت مرستې د مننې وړ دي، خو دا وچ راشن یې د شاوخوا شلو کسانو لپاره تر لسو ورځو زيات نه کيږي، ځکه د دوي کورنۍ ډېره غټه ده او د هر کس اړتیا جلا وي. هغه زياته کړه چې په کیمپ کې داسې کورنۍ هم شته چې تر اوسه ورته خوراکي مرستې نه دې رسېدلي.

 

په منځنۍ کورمه کې د اکتوبر پر ۷مه هغه مهال حالات خراب شول کله چې له اورکزو څخه راغلي وسله والو د پوځ پر یوه قافله برید وکړ چې پکې دوه افسران او شپاړلس سرتیري ووژل شول. د دې خونړۍ پېښې په غبرګون کې پوځ هلته عملیات پېل کړل، چې له دې وروسته د علي شیرزو، مسوزو، زهمشت او شاوخوا سیمو زرګونه کورنۍ بې کوره شوې. ډېرو خلکو خپل کورونه په نیمه شپه پرېښودل، ښځې، ماشومان او زاړه د ځان ژغورلو لپاره په بیړه د سیمي ووتل او د ګڼ شمېر خلکو سامانونه په کورونو کې پاتې شول.

 

زیاتره بې کوره شوې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته، کرای کوټو ته یا د نورو خلکو په خونو کې پاتې شوي دي، خو هغه خلک چې وس یې نه درلود او یا یې کوم بل ځای نه و، د بګن او تیندو سامې په کیمپونو کې مېشت شول.

 

په دې کیمپونو کې دا وخت شاوخوا ۹۴۰ خیمې لګېدلې دي او په مجموعي توګه د منځنۍ کورمې د پوځي عملیاتو له کبله د زر په شمېر زیاتې کورنۍ همدلته د سختو حالاتو لاندې ژوند کوي. په کیمپونو کې د اوبو، روغتیا، تعلیم او نور سهولتونه ډېر محدود دي، او خلک وايي چې که څه هم مرستې ور رسېږي، خو د کور، کلي او عادي ژوند سره نه شي سمېدلی.

 

ځايي خلک وايي چې که حالات زر ښه نه شي، نو د بې کوره شویو کورنیو ستونزي به لا زیاتې شي. د ماشومانو درمل، د ښځو اړتیاوې، د زړو کسانو حالت، د اوبو او صفايي نشتوالی او د کومک کمښت خلک له ځورونکي حالت سره مخ کړي دي. په کیمپونو کې کسان وايي چې د ويرې، بې‌کوري او نامعلوم راتلونکي تر سیوري لاندې ژوند کول ورته تر هر څه ډېر دروند بار ګرځېدلی دی.