پېښور (شال نیوز): د پاکستان د خبريالانو مرکزي اتحاديې (پي ایف يو جی) کې د تېرو څو کلونو راهيسي روان اختلافات د ختمېدو په لور روان شوي دي. د اتحاديې دواړو ډلو په اصولي توګه د يوځای کېدو پرېکړه کړې ده او د دې مقصد لپاره يې يوه شپږ کسيزه کمېټي هم جوړه کړې ده.


د جاري شوي بيان ترمخه، د اتحاديې د مشر افضل بټ په مشرۍ کې يو لوړپوړي پلاوي ،په ۱۶م تپرېل، د پېښور پرېس کلب دوره وکړه، چرته چې د خبريالانو د بلې ډلې مشر شمیم شاهد او د هغه ملګرو ورته تود هرکلی وويل.


د خبريالانو ستونزې او د يووالي اهميت
په دې موقع باندې خبرو کې افضل بټ وويل چې د هېواد خبريالان دا وخت د سختو معاشي ستونزو، د کار د تحفظ نشتوالي او د اظهار د ازادۍ د محدوديتونو سره مخ دي.


هغه زياته کړه: "مونږ په رښتيني نيت سره راغلي يو چې دا تنظيم يو کړو او د خبريالانو د حقونو د تحفظ لپاره يو مضبوط پلیټفارم جوړ کړو، ځکه چې بې له يووالي زمونږ غږ اغېزمن کېدی نه شي."


بلخوا، شمیم شاهد هم د دې هڅو تائيد وکړ او ويې ويل چې د دوي ډله د يووالي پوره ملاتړ کوي. د هغه په وينا، د تنظيم يوځای کېدل به نه يوازې د خبريالانو لپاره ګټور وي، بلکې په هېواد کې به د صحافت معيار هم لوړ کړي.


ګډه اعلاميه او د کمېټۍ جوړښت
د دواړو خواوو ترمنځ د اوږدو خبرو اترو نه پس په اصولي توګه د يوځای کېدو پرېکړه وشوه او يوه ګډه اعلاميه جاري شوه. په دې سند باندې افضل بټ او شمیم شاهد لاسليکونه وکړل، په داسې حال کې چې مظهر عباس او ریاض د ګواهانو په توګه خپل نومونه وليکل.


د يوځای کېدو د عملي کولو لپاره جوړه شوې شپږ کسيزه کمېټۍ کې دا کسان شامل دي:
د افضل بټ ډله: علي رضا علوي، ناصر حسين او بختزاده يوسفزی.
د شمیم شاهد ډله: ارشد عزيز ملک، راجه رياض او سيف الاسلام سيفي.


دا کمېټي به د يوځای کېدو طريقه کار او قانوني اړخونه ترتيبوي او خپل حتمي راپور به د مې مياشتې تر ۱۶مې نېټې پورې وړاندې کوي.


کارپوهان او عام خبريالان دې پرمختګ ته د يو مثبت بدلون په توګه ګوري او هيله ښيي چې دا يووالی به په پاکستان کې د صحافيانو د حقونو د خوندي کولو لپاره يو قوي غږ وګرځي.