د پېښور د ګرمۍ له زیاتېدو سره د نمک منډۍ د کوند کتهیرا دودیز شربت یو ځل بیا د خلکو پام ځان ته اړولی. محسن خان وایي، د دوی کورنۍ له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې دا شربت جوړوي. دا شربت د کوند کتهیرا، صندل، ګړې او اوبو څخه چمتو کېږي او د وچې مېوې په زیاتولو سره ځانګړی خوند پیدا کوي. دا راپور د پېښور د یوه داسې دودیز څښاک کیسه بیانوي چې لا هم د ښار د خوراکي کلتور ژوندۍ نښه ګڼل کېږي

خالده نیاز