د اوړي سخته ګرمي، د بجلۍ اوږد لوډشیډنګ او د نوو یو پي اېس بیټریو لوړې بیې، ګڼ خلک اړ کړي چې خپلې خرابې شوې بیټرۍ د پېښور د شعبه بازار د مستریانو له لارې بېرته د کار وړ کړي. په دې راپور کې وګورئ چې څنګه زړې بیټرۍ په لږ لګښت مرمتېږي، د خلکو پیسې سپموي او د لسګونو کاریګرو لپاره د روزګار وسیله ګرځي.