د بلوچستان د زيارت ضلعې اړوند سنجاوي سيمه کې نن ،د جولایۍ په ۸مه، بشپړ شټر ډاون هړتال شوی دی، چې دا هړتال د مانګي ډېم په سيمه کې د وسله والو په بريد کې د پوليسو د سرتېرو د وژنو پر ضد د احتجاج په توګه ترسره شوی دی.

 

د سنجاوي د تاجرانو مرکزي انجمن په غوښتنه شوي دې هړتال کې د بازار ټول دوکانونه، سوداګريز مرکزونه، بانکونه او شخصي تعليمي ادارې تړل شوي وو او ورځنی کاروبار په ټپه ولاړ و.

 

د تاجرانود اتحاديې مشرانو ويلي دي، چې د دې هړتال موخه د پېښې غندنه، د وژل شویو پوليسو ياد تازه کول او د هغوي له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندول دي. هغوي زياته کړه چې دا يو سوله ييز احتجاج دی چې د ترهګرۍ پر ضد خپل غږ پورته کړي.

 

په دې ترڅ کې د سيمي بېلابېلو سياسي، مذهبي او ټولنيزو ګوندونو هم د هړتال ملاتړ کړی. ويناوالو د بريد په کلکه غندنه کړې او له چارواکو يې غوښتي دي چې په پېښه کې ککړ کسان زر تر زره ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغوي همداراز غوښتنه کړې چې په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره دې اغېزمن او دوامدار ګامونه پورته شي.

 

په هړتال کې سوداګرو او ځايي خلکو پراخه برخه اخيستې او د وژل شویو له کورنيو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. ګډونوالو ټينګار کړی چې د هېواد د امن او ثبات لپاره ملي يووالی او ګډې هڅې ډېرې اړينې دي.