پېښور (شال نیوز): په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ د رسولو شرکت، “پشاور الیکټرک سپلای کمپنۍ” ويلي دي چې د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د برېښنا د طلب او رسد ترمنځ د لوي فرق له امله اضافي لوډشيډنګ روان دی، او د ټاکلي وختونو نه علاوه درې نه تر څلور ساعتو پورې بجلي بنده ساتل کېږي.

 

د ادارې وياند ويلي دي چې “مجبوري لوډ مېنجمنټ” د برېښنا د پيداوار د کمي له امله عملي کړی شوی دی. هغه زياته کړه چې دا ګام د دې لپاره پورته کړی شوی دی چې صارفين د ګرانو فيول نه جوړېدونکې بجلۍ د لوړو بلونو نه بچ پاتې شي.

 

وياند دا هم وويل، چې نړيوالو حالاتو او د تېلو د نرخونو زياتېدو د برېښنا د پيداوار لګښت زيات کړی دی، چې ورسره د طلب او رسد ترمنځ فرق نور هم سېوا شوی دی. د هغه په وينا، دا وخت د برېښنا طلب دوه زره مېګاواټه دی، خو رسد يوازې يو زر درې سوه يو پنځوس مېګاواټه دی.

 

هغه وويل چې د دې کمي له امله د بجلۍ طلب زيات شوی او رسد کم شوی، چې له امله يې د شيډول نه علاوه درې نه تر څلور ساعته نور لوډشيډنګ هم روان دی.

 

د ادارې په وينا، هڅې روانې دي چې صارفينو ته تکليف کم شي او تر ممکنه حده پورې لوډ مېنجمنټ محدود کړی شي. وياند زياته کړه چې دا مجبوري لوډ مېنجمنټ به هغه وخت ختم شي کله چې د پيداوار کمی پوره شي.

 

صارفينو ته مشوره ورکړل شوې ده چې د بجلۍ د شکايتونو لپاره دې ۱۱۸ هيلپ لاين سره رابطه وکړي.

 

بلخوا، د برېښنا څانګې اعلان کړی چې د زيات طلب په وختونو کې به هره ورځ د ماښام پنځه بجو نه تر د شپې يوې بجې پورې شاوخوا دوه نيم ګنټې بجلي بندېږي، چې دا ګام د “پيک رليف حکمت عملي” برخه ده.

 

چارواکو ويلي دي چې تقسيم کوونکې ادارې دې په لوډشيډنګ کې شفافيت يقيني کړي او د فيډر په بنياد شيډولونه دې صارفينو ته ورکړي. دوي دا هم ويلي چې بې له شيډوله بجلۍ بندول به نه کېږي، او که کومه تخنيکي ستونزه پېښه شي، نو اړوند دفترونه دې سمدستي خلک خبر کړي.

 

بلخوا د ښارونو او کليوالو سيمو اوسېدونکي وايي چې لوډشيډنګ د اعلان شوې مودې نه ډېر زيات دی. په لرې پرتو ضلعو کې بجلۍ تر دولسو ساعتونو پورې، او ځينو ځايونو کې تر شپاړسو ساعتونو پورې بنديږي، چې له امله يې د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی.