اسلام آباد (شال نیوز): د امريکي ولسمشر د پاکستان وزيراعظم او د پوځ مشر ستايلي دي او ويلي يې دي چې د سيمي په روان صورتحال کې يې مهم کردار ادا کړی دی.

 

ښاغلي ډونلډ ټرمپ په خپل سوشل ميډيا پلیټفارم باندې ليکلي: “د پاکستان مننه، د هغوي وزيراعظم او فیلډ مارشل دواړه ډېر زبردست کسان دي.”

 

بلخوا، وزيراعظم شهباز شريف د امريکې د ولسمشر د دې خبرو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا د پاکستان د اولس او مشرتابه لپاره د وياړ خبره ده.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي، چې د ايران د خارجه چارو وزير اعلان کړی چې د هرمز تنګی به د لس ورځني اوربند تر پاته مودې پورې د سوداګريزو بېړيو لپاره خلاص وي. دا اوربند د امريکي په منځګړيتوب د اسرائيل او لبنان ترمنځ شوی دی.

 

وروسته، د امريکې ولسمشر دا اعلان په خپل سوشل ميډيا هم شريک کړی او ويلي يې دي چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص دی او د تګ راتګ لپاره تيار دی. هغه دا هم زياته کړې چې امريکې مرسته کړې او يا يې لا هم روانه ده چې د دې سمندري لارې نه ماينونه لرې کړي.

 

همدارنګه، وروسته نوموړي اعلان کړی چې د هرمز تنګي سمندري ناکه بندي به د ګل په ورځ د مازيګر دوه بجې نړيوال وخت عملي شي.

 

راپورونه وايي چې د فرورۍ په اته ويشتمه نېټه امريکې او اسرائيلو په ګډه پر ايران بريدونه کړي وو، چې پکې د لوړې کچې ګڼ پوځي مشران وژل شوي وو، چې پکې د هغه وخت ستر مشر علي خامنه ايي هم شامل و. وروسته له هغې د پاکستان په منځګړيتوب د دوه اوونيو اوربند شوی و.

 

تهران د دغو بريدونو په ځواب کې په اسرائيل، اردن، عراق او د خليج هغو هېوادونو باندې د ډرون او توغنديو بريدونه کړي وو، چرته چې د امريکي پوځي اډې موجودې دي، او د هرمز تنګي له لارې يې د بېړيو تګ راتګ هم محدود کړی و.

 

وروسته جګړه لبنان ته هم وغځېده، کله چې اسراييلو هلته هم عمليات پېل کړل، او په دې توګه شخړه نوره هم پراخه شوه، ځکه چې امريکي او اسرایيلو پر ايران خپل بريدونه دوامداره وساتل.

 

د شخړې د پراخېدو سره سم، د پاکستان د پرله ‌پسې سفارتي هلو ځلو نه پس دواړه خواوې دې ته سلا شوې چې تېرې اوونۍ په اسلام آباد کې خبرې وکړي، خو د اوونۍ په پای کې دا مذاکرات بې نتيجې ختم شول.

 

سره له دې چې کومه لويه کاميابي ونه شوه، خو دواړو خواوو د خبرو د جاري ساتلو اراده څرګنده کړې ده. روانه اوونۍ بيا هڅې پېل شوي دي او د امريکې ولسمشر د ممکنه لوظنامې په اړه خوشبيني ښودلې ده.

 

تمه ده چې د خبرو بله ناسته به د دې اوونۍ په پای کې وشي، او ايران هم د تاوتريخوالي کمولو لپاره د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو اعلان کړی دی.

 

د پاکستان د مشرتابه په اړه د امريکي د ولسمشر پخوانۍ څرګندونې

دا لومړی ځل نه دی چې ډونلډ ټرمپ د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه ستاينه کړې ده. مخکې هم هغه د نړيوالو غونډو په موقع د وزيراعظم شهباز شريف او فیلډ مارشل عاصم منير ذکر کړی او د هغوي کردار يې ستايلی دی.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې ښې شوې دي، چې پکې سياسي او سفارتي همکاري زياته شوې ده. ويل کېږي چې دا بدلون د سيمه ييزو شخړو په حل کې د امريکي د کردار له امله راغلی دی.

په ځانګړي ډول، د ۲۰۲۵ کال د مې مياشت کې د پاکستان او هند ترمنځ کشاله يو مهم پړاو و، چې وروسته پرې اوربند وشو. 

 

وزيراعظم شهباز شريف د امريکي د ولسمشر د کردار ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د دې مداخلت له امله د لويو زيانونو مخه نيول شوې ده.

 

وروسته ډونلډ ټرمپ هم د پاکستان د وزيراعظم او فیلډ مارشل ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د هغوي د کردار له امله په سيمه کې د جګړې مخه نيول شوې ده.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي نورې هم هغه وخت تاودې شوې کله چې د پاکستان پوځي مشر ته د امريکي له خوا ځانګړې بلنه ورکړل شوه او مهمې ليدنې وشوې.