د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فيصل کريم کونډي، ويلي دي، چې په صوبه کې د بجلۍ اوږد لوډشيډنګ خلکو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي، او اړونده ادارې بايد د دې ستونزې د هواري لپاره زر او اغېزمن ګامونه واخلي.
نوموړي دا خبرې ،د جولایۍ په ۷مه، په ګورنر هاوس کې د پېښور بجلۍ رسولو شرکت (پېسکو) د مشر ،اختر حميد خان، په مشرۍ د واپډا له لوړپوړي پلاوي سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په غونډه کې په ځانګړي ډول د ډېره اسماعيل خان د بجلۍ ستونزې او د لوډشيډنګ له امله د خلکو د اندېښنو د کمولو لپاره روانو او راتلونکو اقداماتو په اړه ګورنر ته معلومات ورکړل شول.
د واپډا چارواکو وويل، چې د ډېره اسماعيل خان د دويم ګرېډ سټېشن په فعالېدو سره به د ټيټ ولټېج او پرله پسې ټرېپنګ ستونزې تر ډېره هوارې شي. چارواکو زياته کړه، چې د يارک سيمي ترڅنګ د بجلۍ د لېږد پر کرښه د اوو ستنو په اړه د محکمې د سټې آرډر له امله د شاوخوا شپږ ميليارده روپيو يوه پرمختيايي پروژه ځنډېدلې ده.
دوي وويل، چې د ډېره اسماعيل خان د ګرېډ سټېشن ګڼ شمېر فيډرونه له خپلې وړتيا زيات بار وړي، خو د نوي ګرېډ سټېشن د پرانيستل کېدو سره به دا ستونزه هم تر ډېره هواره شي.
په غونډه کې د بند کورای ګرېډ سټېشن د پرانيستې، په پېسکو کې د کارکوونکو د کمښت د پوره کولو، په بېلابېلو سيمو کې د ټرانسفارمرونو د نصب او لوړولو او د زړو بجلۍ تارونو د بدلولو په اړه هم خبرې وشوې.
ګورنر فيصل کريم کونډي ټينګار وکړ چې خلکو ته د دوامدارې او باوري بجلۍ برابرول د وخت مهمه اړتيا ده او اړوندې ادارې بايد د بجلۍ د وېش نظام د ښه کولو لپاره خپلې چارې لا چټکې کړي.


شال نیوز