د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ له امله د اغېزمنو شويو لږکيو کورنيو لپاره د ۱۲ کروړه او ۶۰ لکه روپيو د مالي مرستو منظوري ورکړې ده.
دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۷مه، د اوقافو او مذهبي چارو د صوبايي وزير ،صاحبزاده محمد عدنان قادري، په مشرۍ د ارزونې کمېټۍ په غونډه کې شوې ده. په غونډه کې د مالي مرستو لپاره د ترلاسه شويو ۱۷۳ غوښتنليکونو ارزونه وشوه او له هغو څخه د ۱۶۷ مستحقو کسانو او کورنيو لپاره د مرستو منظوري ورکړل شوه.
د حکومت په وينا، په مستحقو کسانو کې ټپيان، کونډې، يتيمان، ناواده لوڼې او معلول کسان شامل دي. چارواکي وايي، ټولې دوسيې د ضلعي او اړوندو ادارو له خوا تر بشپړې پلټنې او ارزونې وروسته منظورې شوې او د شفافيت او ميرټ د خوندي کولو لپاره د هرې دوسيې بيا ځلې تصديق هم شوی دی.
د کمېټۍ پرېکړه ده چې که يوه مېرمن په دوو بېلابېلو کټګوريو کې د مرستې مستحقه وي، نو مالي مرسته به يوازې د يوې کټګورۍ له مخې ورکول کېږي. همدارنګه د دايمي معلوليت اووه دوسيې تر غور لاندې راوستل شوې چې له هغو څخه شپږ دوسيې د اړينو اسنادو د بشپړېدو په شرط منظورې شوې دي.
د غونډې په پرېکړو کې د مردان د ګوردواره سنګ سبها پر عبادتځای د ترهګريز بريد له امله اغېزمنې شوې کورنۍ ته د ۴۰ لکو روپيو مالي مرستې منظوري هم شامله ده. همدارنګه د وژل شوي جگن ناته او د هغه د مېرمنې قانوني وارثانو ته به هم مالي مرسته ورکول کېږي.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو دوو لسيزو کې د مذهبي لږکيو پر عبادتځايونو او غړو يو شمېر خونړي بريدونه شوي دي. د دغو بريدونو له ډلې د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر پر ۲۲مه د پېښور د کوهاټي ګېټ پر ال سېنټس چرچ ځانمرګی بريد د پاکستان د عيسوي ټولنې پر ضد له تر ټولو خونړيو بريدونو څخه ګڼل کېږي.
په دغه بريد کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول. د دغه او ځينو نورو بريدونو يو شمېر قربانيان او د هغوي کورنۍ لا هم د حکومتي مرستو او بيا رغونې د ژمنو د بشپړ عملي کېدو غوښتنه کوي.
د اوقافو او مذهبي چارو وزير صاحبزاده محمد عدنان قادري د غونډې پر مهال وويل، چې د ترهګرۍ د قربانيانو ملاتړ د دولت، ملت او بشريت ګډ مسووليت دی. د هغه په وينا، حکومت د لږکيو د خونديتوب، مذهبي ازادۍ او هوساينې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او ژمن دی چې هرې مستحقې اغېزمنې کورنۍ ته به د قانون له مخې مالي مرسته رسوي.


خالده نیاز