اسلام اباد (شال نیوز): د پاکستان وفاقي حکومت اعلان کړی چې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یې د بجلۍ په څانګه کې کارکوونکو ته د وړیا یونټونو ورکول په بشپړه توګه بند کړي دي۔
د بجلۍ وزیر اویس لغاري په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مهمه پرېکړه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې شوې ده۔ هغه دا هم ویلي چې لاهور هایي کورټ د حکومت دا اقدام سم بللی او د بجلۍ وزارت غوښتنه یې منلې ده۔
وزیر زیاته کړه چې د کارکوونکو لپاره د وړیا بجلي ختمول د ولس پخوانۍ غوښتنه وه۔ د هغه په وینا:
"مونږ د خلکو دا غوښتنه پوره کړه، او دا د هېواد د ټولیزي ګټې لپاره ضروري ګام دی۔"
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې لاهور هایي کورټ د ۱۷ نه تر ۲۲ ګرېډ پورې افسرانو ته د وړیا بجلي ورکولو خلاف د حکومت دریځ تایید کړ۔ عدالت وویل چې دا کوم قانوني حق نه و، بلکې یوه اسانتیا وه چې حکومت یې هر وخت ختمولی شي۔
تر دې وړاندې لوړ پوړو افسرانو ته هره میاشت له ۴۵۰ نه تر ۱۳۰۰ پورې وړیا یونټونه ورکول کېدل۔ که څه هم د ۱ نه تر ۱۶ ګرېډ پورې ټیټ پوړو کارکوونکو ته دا اسانتیا لا هم په یو شکل کې شته، خو د لوړ پوړو لپاره دا مکمل ختمه شوه۔
دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې پاکستان د بجلۍ له سخت کمښت او لوړو بیو سره مخ دی۔ دا مهال د بجلۍ کمی شاوخوا ۶۵۰۰ مېګاواټه ته رسېدلی، چې له امله یې په بېلابېلو سیمو کې اوږده لوډشیډنګ روان دی او خلک له ستونزو سره مخ دي۔
حکومت وایي چې دا ډول پرېکړې به د بجلۍ په نظام کې مالي تاوان کم کړي او حالات به ښه شي۔

شال نیوز