په کوز سویلي وزیرستان کې د صوبايي اسمبلۍ غړي عجب ګل وزیر د مادیجون څخه تر تنایي پورې د سړک پرانیسته وکړه. په دې موقع نوموړي وویل چې د سړک له بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د پرمختګ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي.
ځايي اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په سیمه کې به نورې پرمختیايي پروژې هم عملي شي. نور تفصيل د ظفر وزير په راپور کې وګورئ

ظفر وزير