پاکستان په داسې حال کې د ایران او چین له لارې د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي لارو د پراخولو هڅې چټکې کړې دي، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې لا هم له ستونزو سره مخ دي. نړیوال شنونکي وایي، دا بدلون نه یوازې د پاکستان د سوداګرۍ پر بهیر اغېز کوي، بلکې افغانستان هم اړ باسي چې د سیمي په اقتصادي نقشه کې خپل ځای له سره وارزوي.
د انرژۍ او نړیوالو چارو یوې څېړنیزې رسنۍ په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې پاکستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا ترڅنګ د ایران له بندرونو او ځمکنیو لارو سره خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کوي، څو د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ولري او یوازې پر افغانستان متکي پاتې نه شي.
شنونکي وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې د تورخم او سپین بولدک په ګډون د سرحدي دروازو پرله پسې تړل، امنیتي ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کمښت سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د همدې له امله اسلام اباد هڅه کوي چې د ایران له لارې د منځني ختیځ او خلیجي هېوادونو بازارونو ته لاسرسی زیات کړي او د چین له لارې له منځنۍ اسیا او نورو سیمو سره خپل اقتصادي اتصال نور هم پیاوړی کړي.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز، چې د چین د نړیوالې زېربنايي پروګرام یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، د پاکستان لپاره د سیمه ییز اتصال اساسي پروژه ده. دواړو هېوادونو په وروستیو میاشتو کې هوکړه کړې چې د ګوادر بندر، قراقرم لویې لارې او نورو ترانسپورټي پروژو پراختیا ته به چټکتیا ورکړي، څو دغه دهلېز د سیمي د سوداګرۍ په مهم مرکز بدل شي.
په ورته وخت کې افغانستان هم د پاکستان پر ځای د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د سوداګرۍ د پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي. افغان چارواکي وایي، د پاکستان له لوري د سرحدي لارو پرله پسې تړل، افغان سوداګر دې ته اړ کړي دي چې د ایران د چابهار بندر او د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارو ګټه واخلي. د افغانستان د سوداګرۍ چارواکي وایي، له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې او د چابهار بندر اسانتیاوو د افغان سوداګرو باور هم پیاوړی کړی دی.
اقتصادي شنونکي وایي، که پاکستان او افغانستان دواړه د یو بل پر ځای بدیلې لارې ومومي، نو دواړه هېوادونه به د هغو اقتصادي ګټو له یوې برخې بې برخې شي چې د متقابل ترانزیټ او سوداګرۍ له لارې یې ترلاسه کولی شول. د دوي په وینا، افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د طبیعي دهلېز حیثیت لري، خو د دې موقعیت اقتصادي ګټه یوازې هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې سیمه ییز امنیت، سیاسي باور او دوامدارې سوداګریزې اسانتیاوې موجودې وي.
پاکستان لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه سمندري لاره برابروي او د کراچۍ بندر د افغان سوداګرۍ مهمه دروازه ګڼل کېږي، خو د وروستیو کلونو پرله پسې بندیزونو او سیاسي اختلافونو افغان سوداګر دې ته هڅولي دي چې خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي.
شنونکي په دې باوري دي چې د سیمي اقتصادي سیالي ورځ تر بلې زیاتېږي او ایران، پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي د نړیوالو سوداګریزو دهلېزونو په نوې نقشه کې خپل ځای پیاوړی کړي.
د دوي په اند، که څه هم بدیلې لارې د هر هېواد لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، خو د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره لا هم سیمه ییزه همکاري، پرانیستي سرحدونه او باثباته سیاسي اړیکې تر ټولو مهم شرطونه ګڼل کېږي.


شال نیوز