د بلوچستان اعلا وزیر، میر سرفراز بګټي، د جولایۍ په ۶مه، د کوټې په یو روغتون کې د هنه اوړک په وروستۍ پېښه کې د ټپیانو پوښتنه وکړه او ویې ویل چې حکومت به د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه تر پای پورې روانه ساتي او د وژل شویو کورنۍ به یوازې پرېنږدي.

 

میر سرفراز بګټي، چې له ټپیانو او د هغوي له خپلوانو سره یې هم ولیدل، وویل چې د وژل شویو د کورنیو ملاتړ د بلوچستان حکومت قانوني او اخلاقي مسؤلیت دی. د هغه په وینا، د وژل شویو ماشومانو ته به تر شپاړس کلنۍ پورې وړیا زده کړې، تعلیمي بورسونه او بشپړه سرپرستي ورکول کېږي.

 

اعلا وزیر وویل، چې د انسان د ژوند هېڅ بدیل نه شته، خو حکومت به د مالي مرستو ترڅنګ د وژل شویو د کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

 

هغه د بلوچستان د پولیسو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو څو میاشتو کې یو پولیس سرتېری د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پر مهال د څلورم ځل لپاره ټپي شوی دی. د هغه په وینا، د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د خپلې مسلکي وړتیا او ژمنتیا څرګند ثبوت ورکړی دی.

 

میر سرفراز بګټي وویل، چې پولیس، اېف سي او نور قانون پلي کوونکي بنسټونه په ګډه د ترهګرۍ پر ضد عملیات ترسره کوي او د امنیت د ټینګښت لپاره همغږي لري.

 

هغه زیاته کړه، چې وسله وال هڅه کوي د ملکي وګړو او نورو نرمو هدفونو په نښه کولو سره وېره خپره کړي، خو د ده په وینا، ریاست به د خپل ټول ځواک په کارولو سره د هغوي دا هڅې ناکامې کړي.

 

اعلا وزیر همدارنګه وویل، چې د بلوچستان په اړه منفي تبلیغات له واقعیتونو سره سمون نه لري او حکومت به د ریاست واکمني په هر قیمت ټینګه وساتي.

 

نوموړي ټینګار وکړ چې د وسله والو، د هغوي د اسانتیا برابروونکو او نورو دولت ضد عناصرو پر ضد به بې له توپیره او لا چټک اقدامات دوام ولري.