واشنګټن/اسلام اباد (شال نیوز): په داسې حال کې چې د منځني ختیځ اسمان د جګړې په تورو ورېځو پوښل شوی و، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ اعلامیه چې "د هرمز تنګی خلاص شوی دی" په نړیوالو بازارونو او ډیپلوماټیکو حلقو کې د یوې زلزلې په څېر غږ وکړ. خو د پردې تر شا، د دغه ناڅاپي بدلون رېښې د اسلام اباد او تهران ترمنځ په هغو پټو او تېزو ډیپلوماټیکو هڅو کې ښکاري چې مشري یې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر کوله.
د فیلډ مارشال پټ مشن او د تهران نرمښت
د باوري سرچینو په وینا، فیلډ مارشال عاصم منیر ،په پينځلسم اپرېل، په یو بې ساري او ناڅاپي سفر تهران ته ورسېد، چرته چې هغه د ایران له لوړپوړي امنیتي او سیاسي مشرتابه سره تر پنځو ساعتونو زیاتې پټې خبرې وکړې.
دغه سفر یوازې یوه نظامي لیدنه نه وه، بلکې د هغه "لویې معاملې” وروستی پړاو بلل کیږي چې د اونیو راهیسي یې پاکستان منځګړیتوب کوي.
د عاصم منیر له لیدنې یوازې څو ساعته وروسته د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو خبر او د ولسمشر ټرمپ لخوا د ایران په نیت کې د "بدلون" اشارې دا ثابتوي چې پاکستان په بریالیتوب سره ایران دې ته قانع کړی دی چې د نوي کړکېچ پر ځای د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.
د اسرائیل او لبنان فکټور؛ د ټرمپ نوې تګلاره
د سپیني ماڼۍ سرچیني وایي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د اپریل تر ۲۲مې نېټې (د اوربند پای) پورې یو داسې چوکاټ جوړ کړي چې نه یوازې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي، بلکې په لبنان کې د اسرايیل او حزب الله ترمنځ د یوې تلپاتې حل لارې لپاره هم زمینه برابره کړي.
د هرمز تنګي خلاصول د ایران لخوا د یو داسې "اعتماد جوړونې" ګام په توګه لیدل کیږي چې په بدل کې یې واشنګټن ښايي په تهران باندې ځینېي لګېدلي بندیزونه په مؤقتي ډول نرم کړي.
په تل ابیب کې هم چارواکي دغو انکشافاتو ته په ډیر دقت سره ګوري، ځکه چې د ایران او امریکي ترمنځ هر ډول هوکړه نېغ په نېغه د اسرائیل پر امنیتي ستراتیژۍ اغېز شیندي.
اسلام اباد؛ د تاریخي لاسلیک ممکنه کوربه
اوس چې د هرمز تنګي په اړه ابهام ختم شوی، د ډیپلوماټیکو کړیو پام یو ځل بیا اسلام اباد ته اوښتی دی. تحلیل کوونکي په دې باوري دي چې فیلډ مارشال عاصم منیر تهران ته د دې لپاره تللی و چې د یوې "تاریخي لوظنامې" وروستي ټکي نهایي کړي.
داسې اوازې شته چې ولسمشر ټرمپ ښايي د دغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي، چې دا به نه یوازې د امریکا او ایران اړیکې بدلې کړي، بلکې د پاکستان د منځګړي رول به په نړيواله کچه په زرینو ټکو کې ثبت کړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په پلازمينه کې د نویو لوړپوړو مېلمنو لپاره چمتووالی او د عاصم منیر د تهران سفر دا ښيي چې نړۍ له یوې داسې ډیپلوماټیکي بریا سره مخ ده چې څو ورځې وړاندې یې تصور هم ګران و. د واشنګټن، تهران او اسلام اباد ترمنځ دغه "مثلثي ډیپلوماسي" اوس د سیمي د ثبات لپاره د امید وروستۍ وړانګه بلل کیږي.

شال نیوز