د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي، په مشرۍ په ضم شویو ضلعو کې د امنیت، حکومتولۍ او پرمختیایي پروګرامونو د ارزونې غونډه وشوه، چې پکې د امنیتي وضعیت، عامه خدمتونو، تعلیم، روغتیا او پرمختیایي پروژو په اړه تفصیلي جاج واخیستل شو.

 

د اعلا وزیر له دفتره ،د جولایۍ په ۶مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد سهیل اپریدي اړوندو چارواکو ته درې میاشتنی مهلت ورکړی او ویلي یې دي چې په دې موده کې باید خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې څرګند او عملي بدلون ولیدل شي، څو د حکومت د کار اغېز د خلکو تر سترګو شي.

 

هغه چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په شمالي وزیرستان کې دې د یوې اوونۍ دننه ټولې پرمختیایي چارې بېرته پېل شي او د دغو پروژو د دوام لپاره دې اړین افسران او نور کارکوونکي بېړنۍ توګه وګومارل شي.

 

اعلا وزیر همدارنګه سپارښتنه وکړه چې په ضم شویو ضلعو کې له ښوونځیو بهر پاتې ماشومان د ځانګړو پروګرامونو له لارې ښوونځیو ته شامل کړل شي. د هغه په وینا، د روان مالي کال په بودیجه کې د دې هدف لپاره ځانګړي فنډونه بېل کړل شوې دي.

 

په غونډه کې د ضم شویو ضلعو په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت موضوع هم وڅېړل شوه او اعلا وزیر امر وکړ چې د ښوونکو تشې دې په بیړني ډول ډکې شي، څو د زده کړو بهیر اغېزمن نه شي.

 

محمد سهیل اپریدي اړوندو چارواکو ته دا هم ویلي، چې د ضرب عضب پوځي عملیاتو د اغېزمنو شویو خلکو د پاتې تاوانونو د ورکړې لپاره دې د وفاق له اړوندو ادارو سره رسمي لیکلي تماسونه ونیول شي، ځکه د دغو تاوانونو ورکول د وفاق مسؤلیت دی.

 

هغه وویل، چې ضم شوې ضلعې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د لومړۍ کرښې سیمي دي، له همدې امله دغو سیمو ته د امنیتي ځواکونو لپاره د عصري وسلو او نورو تجهیزاتو په برابرولو کې لومړیتوب ورکول کېږي.

 

اعلا وزیر زیاته کړه چې د ضم شویو ضلعو په روغتونونو کې به د ډاکټرانو اړتیا له سره وارزول شي او د اړتیا له مخې به نور ډاکټران هم وګومارل شي، څو خلکو ته روغتیايي خدمتونه ښه شي.

 

په غونډه کې اعلا وزیر د پولیسو له چارواکو څخه د عصري پولیسو د خدمتونو د مرکزونو د جوړولو له امله ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ودانیو له جوړولو زیات مهمه خبره خلکو ته د باکیفیته او چټکو خدماتو برابرول دي، ځکه د ده په وینا، د خلکو باور یوازې د ښه خدمت له لارې بېرته ترلاسه کېدی شي.