میر علي (شال نیوز): د خيبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې، په ۱۷م اپرېل، د امن د ټينګښت لپاره يو مهم او پراخ ولسي “امن پاسون” ترسره شو، چې پکې د سيمي ځوانانو، مشرانو، سوداګرو او بېلابېلو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو په لويه کچه ګډون وکړ.
په دې موقع، ويناوالو په خپلو خبرو کې د سيمي د امن، ثبات او ورورولۍ پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې امن د هر وګړي بنسټيز ضرورت دی.
هغوي وويل چې د امن ټينګښت د ټولو خلکو ګډ مسووليت دی او بايد ټول په ګډه کار وکړي.
ويناوالو دا هم وويل چې د ناامنۍ دوام د سيمي پرمختګ ته زيان رسوي، نو ځکه اړينه ده چې ټول خلک د امن لپاره يو موټی شي او د هر ډول تشدد او بدامنۍ پر ضد غږ پورته کړي.
سره له دې چې په ميرعلي کې د غونډې پر مهال سخت باران ورېده، خو بيا هم د خلکو پراخ ګډون دا څرګندوي چې د سيمي اوسېدونکي له امن سره ژوره مينه لري او د ناامنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
د یادونې وړ ده، چې د شمالي وزيرستان په ګډون په ټولو قبايلي سيمو کې د تېر درې کلونو راهيسي د امن لپاره پرله پسې ولسي پاڅونونه او لاريونونه ترسره کېږي. دا پاڅونونه ښيي چې د دغو سيمو خلک د امن ټينګښت ته ژمن دي او غواړي چې په خپلو سيمو کې یې تلپاتې سوله راشي.

صفدر داوړ