د خیبر ضلعې د لنډي کوتل په حمزه بابا پارک کې ،د جولایۍ په ۵مه، د نااعلان شوي او اوږده لوډشیډنګ پر ضد یوه احتجاجي او مشورتي جرګه وشوه، چې پکې د سیمي مشرانو، سیاسي ګوندونو استازو، ټولنیزو فعالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د جرګې ګډونوالو وویل، چې په لنډي کوتل کې د ټرایبل الیکټریک سپلای کمپنۍ (ټېسکو) له خوا نااعلان شوي او اوږد لوډشیډنګ د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د دوي په وینا، د بجلۍ پرله پسې پرې کېدو له امله سوداګري، د اوبو رسونه، زده کړې او نور ورځني کارونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
د جرګې مشر مراد حسین اپریدي وویل، چې د ټېسکو چارواکو مخکې ژمنه کړې وه چې بجلي به د ټاکلي مهالوېش له مخې ورکول کېږي، خو د ده په وینا، دا ژمنه نه ده عملي شوې او خلک لا هم له نااعلان شوي لوډشیډنګ سره مخ دي.
ګډونوالو خبرداری ورکړ چې که د بجلې د وېش ستونزه زر هواره نه شي او د اعلان شوي مهالوېش له مخې خلکو ته بجلي ورنه کړل شي، نو دوي به پراخ احتجاجي لاریونونه او نور مدني اقدامات پېل کړي، چې مسؤلیت به یې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.
د خیبر ضلعې، په ځانګړي ډول د لنډي کوتل، جمرود او باړې اوسېدونکي له څو کلونو راهیسي د اوږده او بې وخته لوډشیډنګ شکایت کوي. ځايي خلک وايي، د اعلان شویو مهالوېشونو خلاف هم بجلي پرې کېږي، چې له امله یې د کورنیو ترڅنګ سوداګر، زده کوونکي او کوچني کاروبارونه له ستونزو سره مخ دي.
په دې موده کې د بجلۍ د نشتوالي پر ضد په خیبر کې څو ځله جرګې، احتجاجونه او لاریونونه هم شوي، خو د سیمي اوسېدونکي وايي چې ستونزه لا هم په بشپړ ډول نه ده هواره شوې.


شال نیوز