د بلوچستان د مرکز کوټې اړوند د هنه اوړک په سیمه کې د امنیتي وضعیت د کړکېچن کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، چرته چې د ځايي قبایلو او وسله والو ترمنځ مخامخ نښته روانه ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د جولایۍ په ۵مه، د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو په تبادله کې څو کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
سرچیني وايي، په سیمه کې لا هم کړکېچ دوام لري، خو تر اوسه حکومتي چارواکو د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او نه هم د ټپیانو وروستۍ شمېره تایید شوې ده.
د پېښې په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي او د رسمي معلوماتو تمه کېږي.


نعيم اچکزئي