شمالي وزیرستان (شال نیوز): د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د اپرېل په ۱۹مہ نېټه په سیمه کې دفعه ۱۴۴ نافذه کولو اعلان ګړی دی.
د انتظاميې لخوا جاري شوې په یو سرکاری حکم نامه کې چارواکي وايي، دا ګام په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ښه ساتلو او د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پورته شوی دی.
د ضلعي ادارې له خوا خلکو ته ویل شوي چې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي، پر قانوني محدودیتونو عمل وکړي او له امنیتي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
همداراز، چارواکو خبرداری ورکړی چې د شپې له لسو بجو څخه تر سهار شپږو بجو پورې پر تګ راتګ بندیز به پر خپل ځای پاتې وي.

صفدر داوړ