کله چې د ګورنمنټ هایي سکول خار په زړو دهلیزونو کې د پښو اوازونه خپرېدل، داسې احساس کېده لکه وخت بېرته څلوېښت کاله شاته تللی وي. هغه ټولګي چې یو وخت د ماشومانو له شور، د استادانو له درسونو او د زنګ له غږونو ډک وو، دا ځل د سپینو ږیرو، زړو ملګرو او خوږو خاطرو کوربه وو.

 

د همدې ښوونځي لسګونه پخواني زده کوونکي، چې څلوېښت کاله وړاندې یې په همدې ټولګیو کې زده کړې کړې وې، د یو بل د لیدو لپاره سره راټول شول. د غونډې کوربه د باجوړ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر لعلي شاه و، چې د خپلو همزولو د بیا راټولېدو لپاره یې ،د جولایې په ۵مه، دا ځانګړې ناسته جوړه کړې وه.

 

په غونډه کې فضل اکبر خلجي، بخت منیر صافي، سلیم خان او ګڼ شمېر نورو پخوانیو ټولګیوالو ګډون وکړ. ډېرو ګډونوالو د خپل زده کوونکي وخت دودیزې تورې خولۍ پر سر کړې وې؛ داسې انګېرل کېده لکه د وخت ستنې شاته ګرځېدلې وي او دوي یو ځل بیا د ښوونځي زده کوونکي شوي وي.

 

 

 

 

غونډه د ښوونځي په هماغه ټولګي کې وشوه، چې یو وخت به پکې د حاضرۍ غږ، د سبق پوښتنې او د استادانو لارښوونې اورېدل کېدې. خو دا ځل د درس پر ځای د ژوند کیسې، د ماشومتوب خاطرې او د پخوانیو ملګرو خنداګانې د ټولګي فضا ډکه کړې وه.

 

ګډونوالو د خپلو استادانو په درناوي خبرې وکړې او ویې ویل، هماغه استادان وو چې نه یوازې یې دوي ته لیک او لوست ور زده کړ، بلکې د ژوند، اخلاقو او ټولنیز مسؤلیت درسونه یې هم ورکړل. د دوي په وینا، د انسان شتمني یوازې مادي لاسته راوړنې نه دي، بلکې هغه ملګرتیاوې او خاطرې هم دي چې د ښوونځي له دورې ورسره پاتې کېږي.

 

د غونډې کوربه لعلي شاه وویل، د دې راټولېدو موخه یوازې د یو بل لیدل نه وو، بلکې غوښتل یې هغه اړیکې بیا تازه کړي چې بنسټ یې د همدې ښوونځي په ټولګیو کې اېښودل شوی و. هغه وویل، داسې غونډې د یوې ټولنې ګډ تاریخ ژوندی ساتي او راتلونکو نسلونو ته د دوستۍ، درناوي او وفادارۍ پیغام رسوي.

 

د غونډې په پای کې ګډونوالو د ښوونځي په انګړ کې ګډ انځورونه واخیستل، د زړو ټولګیو لیدنه یې وکړه او له یو بل سره یې ژمنه وکړه چې دا به وروستۍ لیدنه نه وي، بلکې په راتلونکو کلونو کې به هم د همدې ښوونځي تر چتر لاندې بیا سره راټولېږي.

 

د څلوېښتو کلونو واټن د دوي له ویښتانو سپینوالی اخیستی و، خو د ښوونځي د ملګرتیا رنګ یې لا هم نه و بدل کړی. په خار هایي سکول کې دا ورځ یوازې د پخوانیو زده کوونکو یوه غونډه نه وه، بلکې د وخت، دوستۍ او هغو یادونو درناوی و چې د عمر په اوږدو کې هم نه زړېږي.