د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی، چې د صوبې پر لویو لارو د امنیت د ټینګښت لپاره به یو نوی ځانګړی امنیتي ځواک جوړ کړي. د صوبې د کورنیو چارو اضافي چیف سیکرټري ،د جولایۍ په ۵مه، ویلي، د دې ځواک پر جوړولو به شاوخوا ۲۵ اربه روپۍ لګښت راځي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په بشپړ ډول فعاله شي.
چارواکي وایي، د دې ځواک د جوړولو لپاره انتظامي او عملي چمتووالی روان دی او پروژه به په پړاوونو کې عملي کېږي، څو نوی ځواک وکولی شي په ټاکلي وخت کې خپلې امنیتي دندې پېل کړي.
د چارواکو په وینا، تر هغه چې نوی ځواک خپل فعالیت پېلوي، د بار وړونکو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره به د امنیتي کاروانونو ځانګړی نظام عملي وي. همدارنګه د بار وړونکو موټرو لپاره به د بیمې یو ځانګړی سیستم هم رامنځته شي، څو د احتمالي بریدونو له امله د اوښتو مالي زیانونو جبران اسانه شي.
د بلوچستان حکومت دا هم ویلي دي، چې په وروستیو امنیتي پېښو کې د سوځول شویو او زیانمنو شویو بار وړونکو موټرو د مالکانو د تاوان ورکولو بهیر چټک شوی، څو اغېزمنو سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته زر مالي مرسته ورسېږي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان پر بېلابېلو لویو لارو، په ځانګړي ډول د کوټې ـ تفتان پر لویه لاره، پر بار وړونکو موټرو څو بریدونه شوي دي.
په دغو بریدونو کې لسګونه لارۍ سوځېدلې او سوداګرو ته د پام وړ مالي زیان اوښتی دی. د دغو پېښو له امله ټرانسپورټرانو او سوداګرو څو ځله احتجاجونه هم کړي وو او له حکومته یې د اغېزمن امنیت غوښتنه کړې وه.
د بلوچستان حکومت وایي، د نوې امنیتي ځواک له جوړېدو سره به د لویو لارو امنیت پیاوړی، د سوداګریزو توکو لېږد خوندي او د سوداګرۍ بهیر به لا منظم شي.


نعيم اچکزئي