د ايران د پخواني ستر مشر، علي خامنه يي، د جنازې رسمي مراسم ،د جولایۍ په ۴مه، د تهران په امام خميني مصلی کې پېل شول. ايراني دولتي رسنۍ وايي، د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ميليونونه کسان پلازمېنې ته رسېدلي او د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي، خو نړيوالو خبري اژانسونو د ګډونوالو د کره شمېر خپلواکه تاييد نه دی کړی.
د ايران د دولتي ټلوېزيون، ايرنا او فارس خبري اژانس د راپورونو له مخې، د تهران مرکزي سيمي، د امام خميني مصلی او شاوخوا واټونه له ماتم کوونکو ډک دي. د دغو رسنيو په وينا، د علي خامنه يي تابوت، چې د ايران په ملي بيرغ پوښل شوی، د پوځي تشريفاتو تر سيوري لاندې خلکو ته د وروستي درناوي لپاره اېښودل شوی او ګډونوال د قرآن کريم تلاوت، دعاوې او د وير مراسم ترسره کوي.
اسوشيټېډ پرېس، چې خبريالان يې د مراسمو له ځايه راپورونه ورکوي، وايي په تهران کې عادي ژوند تر ډېره درېدلی، ګڼ مرکزي سړکونه تړل شوي او د امنيت لپاره زرګونه امنيتي او ژغورنيز ځواکونه ګومارل شوي دي. د اژانس په وينا، د خلکو اوږده کتارونه د تابوت د وروستي ليدو لپاره ولاړ دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د ماتم غونډې روانې دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جنازې مراسم به څو ورځې دوام وکړي. ټاکل شوې ده چې د تهران له مراسمو وروسته به د خامنه يي تابوت قم ته يوړل شي، ورپسې به د عراق نجف او کربلا ته انتقال شي او په پای کې به د هغه په ټاټوبي، مشهد، کې خاورو ته وسپارل شي.
د جنازې په مراسمو کې د چين، روسيې، هند او د سيمي د يو شمېر نورو هېوادونو لوړپوړي رسمي پلاوي هم ګډون کوي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د دغو هېوادونو ګډون د ايران لپاره د سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو له پلوه مهم بلل کېږي.
شنونکي وايي، د علي خامنه يي جنازه يوازې يو مذهبي مراسم نه دي، بلکې سياسي اړخ هم لري. د دوي په وينا، د ايران نوی مشرتابه هڅه کوي د دغو مراسمو له لارې د ملي يووالي او سياسي ثبات پيغام وړاندې کړي، خو نړيوال څارونکي وايي چې د ايران د ټولنې دننه د خلکو نظرونه يو شان نه دي او د هېواد سياسي راتلونکی به د نوې رهبرۍ د پرېکړو له مخې روښانه شي.
د علي خامنه يي جنازه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ايران د وروستۍ جګړې له سياسي، پوځي او اقتصادي اغېزو سره مخ دی، او د سيمي او نړۍ پام د تهران دغو مراسمو او د ايران راتلونکو تحولاتو ته اوښتی دی.


شال نیوز