د سند حکومت اعلان کړی دی، چې په کراچۍ ښار کې به ،د جولایۍ له ۶مې تر ۱۲مې، نېټې پورې د ګوزڼ (پولیو) ضد ځانګړی کمپاین ترسره شي، چې پر مهال به یې تر پنځو کلونو کم عمره څه باندې دوه نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي.

 

د کراچۍ کمېشنر ،سید حسن نقوي، د کمپاین د چمتووالي غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دې اووه ورځني کمپاین لپاره شاوخوا ۲۶ زره روغتیايي کارکوونکي ګومارل شوي او د هغوي د امنیت لپاره به نږدې اووه زره پولیس هم دندې ترسره کوي.

 

غونډې ته وویل شول، چې په هېواد، په ځانګړي ډول په سند کې، د چاپېریالي نمونو ډېرې ازموینې منفي راغلې دي، چې له مخې یې د پولیو ویروس خپرېدل تر ډېره محدود شوي دي.

 

کمېشنر وویل، چې په کراچۍ کې کور په کور د واکسین رسولو بهیر د روغتیايي ادارو او نړیوالو همکارو بنسټونو په مرسته لا پیاوړی شوی او د ماشومانو د معلوماتو د راټولولو سیستم هم ښه شوی دی.

 

هغه د ښوونځیو او روغتونونو د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د همدې ګډو هڅو له امله د واکسین هدفونو ته رسېدل اسانه شوي دي.

 

سید حسن نقوي روغتیايي ټیمونو ته سپارښتنه وکړه چې هغو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې په تېرو کمپاینونو کې له واکسینه پاتې شوي یا یې مور او پلار د واکسین له ورکولو انکار کړی و.