د پېښور د سینما روډ پر غاړه د سلاطین نوم څوک هېرولی شي؟
سلاطین یوازې یو رستوران نه و، بلکې د پېښور د ټولنیز او فرهنګي ژوند د زرینو ورځو یو ښکلی سمبول و. د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو پر مهال به دلته د ښار له اوسېدونکو سره سره بهرني سیلانیان، ډیپلوماتان، خبریالان او د نړیوالو مرستندویه ادارو کارکوونکي هم راتلل.
د رستوران دویم پوړ، د کورنیو لپاره جلا کېبنونه او ارام چاپېریال هغه ځانګړنې وې چې سلاطین یې د هغه وخت له مشهورو رستورانونو څخه ګرځولی و.

د سلاطین مالک آغا غلام رسول و، خو د رستوران د چارو مسؤولیت حاجي الطاف احمد او حاجي امتیاز احمد پر غاړه درلود. د حاجي الطاف احمد مینه ناکه مېلمه پالنه او خوش اخلاقي د سلاطین د شهرت یو مهم لامل ګڼل کېده.
د سلاطین باربیکیو لا هم د ډېرو پېښوریانو په ذهنونو کې ژوندی دی. خوندور ټيکې، سیخ کباب، د زیرې رایته او تازه کلچه نان یې داسې ځانګړی خوند درلود چې خلک به یې بیا بیا ورتلل.

د دې ځای یو بل یادګاري شخصیت بدلل و، چې په زړه پورې خبرې، اوږدې کیسې او ځانګړی انداز یې د هر مېلمه پام ځان ته را اړاوه او تر ننه د ډېرو خلکو په یادونو کې ژوندی دی.
سلاطین د ۱۹۸۰ لسیزې تر وروستیو پورې د پېښور د ماښامونو، ملګرتیاوو، کورنیو غونډو او خوږو یادونو یوه مهمه برخه پاتې شوه. د ډېرو خلکو لپاره دا یوازې د خوړو ځای نه و، بلکې د ژوند د ښکلو شیبو، دوستانه ناستو او نه هېرېدونکو خاطرو یو مرکز و.

شال نیوز