راپور | شاهنواز ترکزی | باجوړ
د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې انتظامیې لخوا په ۲۵م مارچ رسنيو ته وويل شول چې د ضلعې په ډمه ډوله سیمه کې يې درې ورځنی ګرځبندیز لګولی دی.
د انتظامیې د وینا مطابق، دا کرفیو د دې لپاره لګولی شوې چې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد چټک عملیات ترسره شي، خو بل خوا د خلکو د ژوند ورځنۍ چارې د سختو سره مخ شوي دي.
د سیمي اوسېدونکو د موضوع د حساسيت له امله د نامه نه ښودلو په شرط شال نيوز ته وويل چې د کورونو نه بهر تګ راتګ ورته تقریباً ناممکن شوی دی او د خوراکي توکو، درملنو او د ورځني ژوند نور اړینو شیانو د راوړلو لاره هم بنده ده.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي د مارچ په ۲۶مه نېټه شال نيوز ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې عملیات د ملیشې ځواک سرتېرو پیل کړي دي او په سیمه کې د وسلوالو د پلټنې بهیر دوام لري. د هغه د وينا مطابق، امنیتي ځواکونو د سیمي شاوخوا لارې کلابند کړي او خلک په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې هم د پاکستان پوځ د همدې سیمې په شمول د باجوړ په شاوخوا ۵۰ کلو کې لوی عملیات کړي وو چې له امله یې تر یو لاکھ زیات خلک بې کوره شوي وو. هاغه مهال ځايي خلک د کورونو پرېښودلو ته مجبور شول او وروسته انتظامیې د یوې میاشتې عملیاتو ترسره کېدو نه پس د خلکو د ستنېدو لړۍ پړاو په پړاو پېل کړه. خو د سیمې امنيتي وضعیت بیا هم ښه نه شو او د وسلوالو ګواښونه موجود پاتې شول.
د شال نيوز سره د سیمې خلکو په خپلو خبرو کې ویلي چې ناامني د تېرو څو کلونو په پرتله اوس ډېره زیاته شوې ده. د دوي په خبره، وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، پوځیانو، حکومتي کارکوونکو، دیني عالمانو، سیاستوالو، کاروباریانو او اولسي مشرانو بریدونه کوي.
ډېری خلک وايي چې د شپې له خوا له کورونو بهر وتل ورته خطرناک شوي دي او ماشومانو ته پرله پسې د ډزو او چاودنو غږونو د وېرې ماحول جوړ کړی دی.
د نړیوالو څارونکو ادارو راپورونه هم د سيمه ييزو خلکو خبره تائیدوي. د اقتصاد او سولې نړيوال انسټیټیوټ په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات وسلوال بریدونه ثبت شوي دي او همدغه کال په هيواد کې ۱،۱۳۹ کسان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې دا شمېر د پخواني کال په پرتله شپږ سلنه زیات دی. سیمې ته نږدې خلک وائي چې د دې بریدونو ډیره بیه عام ولس پرې کوي.
بلخوا د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به نه یوازې دوام ولري، بلکې په کلکه به پر وسلوالو د فشار لړۍ روانه وي. د دوی په خبره، عملیات به تر هغې نه بندېږي چې سیمه بېرته د امن خواته نه وي راګرځېدلي. خو ځايي خلک وايي چې د جګړې، عملیاتو او ګرځبندیز تر ټولو دروند بار د سیمي اولس پر غاړه دی، ځکه چې مشکلات، ویره، بې کوري او د ژوند د اړتیاوو کمښت په همدوی راځي.

شال نیوز