ټانک (شال نیوز): د ټانک ضلعې پولیس ويلي دي، چې په کوټ ګلان سيمه کې ناڅرګنده وسلوالو د هلکانو يو سرکاري پرایمري سکول په بارودو الوځولی دی، چې له امله يې د سکول ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې ده.


تر دې دمه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې ندی منلی.


دا پېښه په داسې حال کې منځته راغلې ده چې ،د راپورونو لمخې، په خېبر پښتونخوا کې په تېره يوه لسيزه کې په ورته پېښو کې ۴۵۰ شا و خوا سکولونه د منځه وړل شوي دي، چې د زیاتره پیښو مسولیت څوک نه اخلی. خو په تېرو وختونو کې، په تعلیمی ادارو د بریدونو مسولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخبسته.