په سویلي امریکا کې د وینزویلا حکومت ویلي دي، چې د جون پر ۲۴مه د هېواد په شمال کې د دوو پرله‌ پسې زورورو زلزلو له امله د مړو شمېر ۲۶۴۵ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي، تر ۱۲ زرو ډېر کسان ټپیان شوي او نږدې ۱۵ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

د ژغورنې عملیات لا هم د پلازمېنې کاراکاس او د لا ګوایرا ایالت په سختو ځپلو سیمو کې دوام لري. د وینزویلا د ژغورنې ځواکونو ترڅنګ، د لسګونو هېوادونو مرستندویه ډلې، رضاکاران، اور وژونکي، پوځیان او روزل شوي سپي د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.

 

که څه هم د زلزلې له رامنځته کېدو څو ورځې تېرې شوې، خو په وروستیو عملیاتو کې لا هم څو ماشومان، د یوې کورنۍ غړي او ان سپي ژوندي را ایستل شوي دي، چې د ژغورونکو هیلې یې تازه ساتلې دي.

 

چارواکي وايي، زرګونه کسان لا هم ورک دي او د ډېرو کورنیو برخلیک نه دی روښانه. د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د ژوندي کسانو د موندلو لپاره درنې ماشينرۍ، حرارتي کمرې او ځانګړي وسایل کارول کېږي، خو د سلګونو وروسته لړزو له امله عملیات له خطرونو سره مخ دي او ځیني وختونه په لنډمهاله توګه درول کېږي.

 

د زلزلو تر ټولو ډېر زیان د لا ګوایرا ساحلي ایالت او د کاراکاس شاوخوا سیمو ته اوښتی، چې زرګونه کورونه، استوګنیزې ودانۍ، ښوونځي او نور عامه تاسیسات پکې زیانمن شوي دي. د نړیوالو ارزونو له مخې، لسګونه زره ودانۍ یا بشپړې نړېدلې او یا هم د اوسېدو وړ نه دي.

 

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی دی، چې میلیونونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا ده. اغېزمنو سیمو کې د سرپناه، پاکو اوبو، خوراکي توکو، درملو او روغتیايي خدمتونو کمښت موجود دی، او د هېواد د بیارغونې بهیر به اوږدمهاله نړیوال ملاتړ ته اړتیا ولري.

 

دا دوه پرله ‌پسې زلزلې، چې د ریښتر په کچه یې شدت ۷.۲ او ۷.۵ ښودل شوی، د وینزویلا په وروستیو لسیزو کې له تر ټولو خونړیو طبیعي پېښو څخه ګڼل کېږي. د ژغورنې او مرستو چارې لا هم روانې دي او چارواکي وایي، د مړو او ورکو کسانو شمېر ښیي په راتلونکو ورځو کې نور هم لوړ شي.