کابل (شال نیوز): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مشن (یوناما) سرپرستې مشرې، جورجیت ګانیون، د هېواد د ننګرهار او ختیځو سیمو د سفر نه پس ویلي، چې د سرحدي لارو بندېدو عام خلک بیخي تباه کړي دي.

 

نوموړې وایي چې که د تجارت لپاره نه وي، نو لږ تر لږه د انساني خواخوږۍ او مرستندويه سامانونو لپاره خو دې لارې خلاصې شي، ځکه چې خلک په ډېر بد حال کې دي.

 

ګانیون په خپله د ډیورنډ کرښې هغه سیمي کتلي چرته چې وخت په وخت جنګونه کېږي او د تېر کال زلزلې هم خلک ځپلي دي. نوموړې د هغو کډوالو سره هم لیدلي چې په نږدږ کې له پاکستانه راستانه شوي او اوس په خېمو یا ناسمو ځایونو کې اوسیږي.

 

نوموړې په یوې ویډیو کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، داسې ویلي دي:

"ملګري ملتونه ډېره هڅه کوي چې دا لارې بیرته خلاصې شي. که د ټرانزیټ لپاره نه وي، نو د خوراک او داروګانو (بشري مرستو) لپاره خو یې پرانیزي. زموږ ادارې په سرحدي سیمو کې د خلکو سره د صحت، تعلیم او خوراک په برخه کې مرستې کوي، خو د لارو بندېدو دا کار ستونزمن کړی دی."

 

د راپورونو لمخې، د ډیورنډ کرښې په غاړه د جنګونو او نښتو له امله تر یؤ لک زیات کسان بې کوره شوي دي. کله کله خو د توپونو مرمۍ او توغندي په کلیو لګېږي چې له امله یې عامو خلکو ته ډېر زیان رسیږي.