د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر پوله د شیراني ضلعې د دانه سر په غرنۍ سیمه کې د مسافر وړونکي کوچ د ژورې کندې ته لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او لږ تر لږه اته نور ټپیان شوي دي.
پېښه ،د جولایۍ په ۳مه، سهار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له کوټې څخه پېښور ته روان مسافر وړونکی بس د دانه سر په خطرناک او تاو راتاو سړک کې له کنټروله ووت او ژورې کندې ته ولوېد.
د لومړنیو راپورونو له مخې، ښیي د بس د بریکونو خرابوالی د پېښې لامل شوی وي، خو چارواکي وایي چې د پېښې اصلي علت لا هم تر پلټنې لاندې دی.
د بلوچستان د اعلا وزیر د سیاسي او رسنیزو چارو سلاکار ،شاهد رند، په یوه بیان کې ویلي دي، چې د پېښې له خبر سره سم د اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، په لارښوونه د دواړو صوبو له ضلعي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیول شوه او د ژغورنې عملیات پېل شول.
هغه وویل، چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ژغورونکې ادارې او ضلعي انتظامیې په ګډه د ټپیانو د ژغورنې، روغتونونو ته د لېږد او د مړو د پېژندنې چارې پر مخ وړي.
شاهد رند زیاته کړه، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ښکېل بس کې یوازې د خپل بس مسافر نه وو، بلکې د یو بل خراب شوي مسافر وړونکي بس سپرلۍ هم پکې سپرې شوې وې، چې له امله یې په بس کې د معمول پرتله ډېر کسان موجود وو.
چارواکي وایي، د وژل شویو کسانو د هویت معلومولو، د ټپیانو د درملنې او د هغوي د کورنیو د مرستې لپاره اقدامات روان دي. د بلوچستان حکومت ویلي، چې د پېښې بشپړې پلټنې به ترسره شي او پایلې به یې له خلکو سره شریکي شي.
د بلوچستان اعلا وزیر او نورو چارواکو د پېښې پر قربانیانو ژوره خواشیني څرګنده کړې، د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ او بشپړې درملنې ډاډ ورکړی دی.


نعيم اچکزئي