د افغانستان دننه د پاکستان د پرله‌ پسې هوايي بريدونو په اړه، که څه هم د طالبانو حکومت بېلابېل دليلونه وړاندې کوي، خو د دوي د لوړې کچې د مشرانو چوپتيا لا هم ګڼې پوښتنې راولاړوي.

 

د طالبانو د حکومت وياند او يو شمېر نورو چارواکو د دغو بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي چې په دغو بريدونو کې زياتره ملکي وګړي، ښځې او ماشومان زيانمن شوي دي. خو د طالبانو ستر مشر ،ملا هبت الله اخوندزاده، د وزيرانو شورا مشر ملا حسن اخوند، د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، او د دفاع وزير ملا يعقوب، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

يو شمېر شنونکي وايي، چې د دغو مشرانو چوپتيا نه يوازې افغانان اندېښمن کړي، بلکې د سيمي هغه کړۍ یې هم حيرانې کړې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتريخوالي د کمېدو او په سيمه کې د تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

 

د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو ،حامد کرزي، او ډاکټر ،اشرف غني، هم په جلا جلا بيانونو کې د پاکستان وروستي هوايي بريدونه غندلي دي.

 

حامد کرزي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له بدلون وروسته يې څو ځله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو او د طالبانو د کورنيو تګلارو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، په خپل وروستي دريځ کې له پاکستانه غوښتي چې ،د ده په وينا، د سختدريځۍ په اړه خپله “دوه ګونې تګلاره” پرېږدي. نوموړي ويلي، د افغانستان پر خاوره هوايي بريدونه د دغه هېواد په ملي حاکميت ګوزار دی او د پاکستان په ګټه ده چې د افغانستان پر وړاندې خپله تهاجمي تګلاره بدله کړي.

 

ډاکټر اشرف غني په خپل وروستي عامه بيان کې ويلي دي، چې د ستونزې اساسي حل دا دی چې افغانستان خپله نړيواله بې پرېتوب په رسمي او عملي ډول اعلان کړي او بهرنۍ تګلاره يې د ملي ګټو پر بنسټ برابره شي.

 

هغه زياته کړې، چې تر هغو چې افغانستان له نړيوالې انزوا ونه وځي، د افغانانو غږ به په سيمه او نړۍ کې اغېزمن نه وي. د نوموړي په وينا، هره ورځ د افغانستان پر خاوره بمونه غورځي، خو نړيوال غبرګون کمزوری دی او ډېر هېوادونه دغو پېښو ته جدي پام نه کوي.

 

اشرف غني ويلي دي، چې له شخصي ګټو پرته چمتو دی چې د افغانانو د ملي اجماع او له نړۍ سره د افغانستان د بيا اړيکو په بهير کې خپل رول ولوبوي. د هغه په خبره، د هر ډول ځنډ پايلې به نه جبرانېدونکې وي او مسؤليت به يې د هغو کسانو پر غاړه وي چې د افغانانو د ګډو غوښتنو پر وړاندې خنډ جوړوي.

 

د افغانستان پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر ،عبدالله عبدالله، هم، چې اوس هم په افغانستان کې مېشت دی، د پاکستان پر هوايي بريدونو اندېښنه ښودلې او د طالبانو د غبرګون په اړه يې پوښتنې راپورته کړې دي.

 

په بهر کې مېشت ګڼو افغانانو هم د دغو بريدونو غندنه کړې، خو د طالبانو د لوړې کچې مشران لا هم چوپ پاتې دي.

 

يو شمېر مبصرين باور لري چې اوسني حالت داسې انګېرنه پياوړې کړې چې ګواکي د طالبانو حکومت د پاکستان له ګټو سره ډېر سمون لري. په همدې تړاو د افغانستان پخواني لومړي مرستيال ولسمشر ،امرالله صالح، ويلي دي چې طالبان لا هم د ملي ارزښتونو د کمزوري کولو هڅه کوي او ،د ده په وينا، د دوي سياسي راتلونکی له ستونزو سره مخ دی.

 

څو ورځې وړاندې د افغانستان او اسلامي نړۍ لومړی فضانورد ،عبدالاحد مومند، په جرمني کې ومړ. د هغه پر مړينه د نړۍ له بېلابېلو برخو د خواخوږۍ پيغامونه خپاره شول، خو د طالبانو حکومت او د هغې لوړې کچې مشرانو هېڅ رسمي غبرګون ونه ښود.

 

امرالله صالح په خپل بيان کې ويلي، چې طالبان دومره سياسي اعتبار نه لري چې د عبدالاحد مومند په څېر يو ملي شخصيت د خپلو سياسي موخو لپاره وکاروي. هغه دا هم ويلي، چې ځيني سياسي کړۍ د مومند تاريخي خدمتونه د قامي او د سړې جګړې د سياسي ليد له مخې ارزوي.

 

که څه هم د امرالله صالح له سياسي دريځ سره د اختلاف حق شته، خو يو شمېر شنونکي وايي، د هغه څرګندونو د طالبانو د حکومت د چلند په اړه روان بحث ته نور هم زور ورکړی دی.

 

د ځينو سياسي څېړونکو په باور، داسې انګېرنې هم شته چې طالبان لا هم د پراکسي سياست برخه دي؛ هغه سياست چې نه يوازې په افغانستان کې د جګړې او کړکېچ د دوام لامل ګرځي، بلکې بهرنيو ځواکونو ته هم د خپلو موخو لپاره د افغان خاورې د کارولو فرصت برابروي.

 

شنونکي وايي، که په سيمه کې د پراکسي جګړو لړۍ همداسې روانه پاتې شي، نو زيان به يې يوازې افغانستان ته نه، بلکې پاکستان او د سيمي نورو هېوادونو ته هم ورسېږي.

په همدې دليل د حامد کرزي له لوري پاکستان نه شوې غوښتنه او د اشرف غني له لوري د افغانانو د ملي يووالي غږ د پام وړ ګڼل کېږي.

 

د دوي په اند، وخت رارسېدلی دی، چې اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول پاکستان، د افغانستان د اوږدمهالې جګړې او پراکسي شخړو د پای ته رسولو او په سيمه کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.