هريپور (شال نیوز): د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت وايي، چې د هریپور ضلعې په حطار صنعتي سیمه کې د ګیس پایپ لاین د چاودنې له امله د اور لګېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸ ته رسېدلی دی.

 

د صوبې د ژغورنې ادارې ریسکيو ۱۱۲۲ د لومړي خبر لمخې، په ابتدايي توګه په دې پېښه کې ۵ کسان مړه شوي وو چې دا شمېره وروستو ۸ ته لوړه شوه.

 

د پېښې په په اړه، د ریسکیو ۱۱۲۲ صوبايي ویاند، بلال فیضي، وايي، چې د ګیس پائپ لاين اور د نږدې ودانيو ته خپور شو، چې له امله يې په کورونو کې ښځې او ماشومان د سوځېدو له امله ووژل شو.  

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د وينا لمخې، ادارې په اور باندې قابو موندلی دی او ټپیان  یې روغتون ته لېږلي دي، چرته چې ورته طبي اسانتیاوې برابریږي.

 

د ګیس پايپ لاين باندې د اور لګېدو د لامل په اړه چارواکو تر دې څه ندي ويلي.