مردان (شال نیوز): د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې په رستم سیمه کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو یو مزدور، چې د درنګ راغورځېدو له پېښې وروسته له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې ورک و، نن په معجزاتي ډول ژوندی موندلی دی.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند، بلال فیضي، شال نیوز ته په دې اړه ویلي، چې د عبدالوهاب په نوم دغه مزدور د مومندو ضلعې اوسېدونکی دی او تر دې وړاندې د هغه نوم د مړو کسانو په لېسټ کې شامل کړی شوی و، خو نن د عملیاتو پر مهال هغه، د ملبې لاندې، په داسې حال کې ژوندی وموندل شو چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
 

نوموړي زیاته کړه چې دا پېښه د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه د رستم د ماربلو په یو درنګ کې د چاودنې له امله رامنځته شوې وه چې پکې ګڼ شمېر مزدوران تر درنې ملبې لاندې ګیر پاتې وو.

 

د چارواکو په وینا په دغه پېښه کې تر دې وړاندې ۱۱ نور مزدوران هم راویستل شوي وو چې پکې ۹ تنه مړه او ۲ نور ژوبل وو خو د عبدالوهاب په اړه هیڅ پته نه لګېده او د هغه د موندلو لپاره عملیات په پرله پسې ډول روان وو.

 

په سیمه کې موجودو خلکو او د مزدورانو کورنیو د عبدالوهاب دغه ډول ۱۷ ورځې وروسته ژوندی موندل یوه لویه معجزه بللې او د ژغورنې ادارې د هلو ځلو ستاینه یې کړې ده.