نن په باجوړ کې د هغو ۴ تنانو جنازي ترسره شوي چي د اپرېل په ۱۵ مه د سيمي د ځائي خلقو او چارواکو په وېنا د افغانستان نه د راغليو مارټرګولو په ګوله بارۍ کې وژل شوي دي۔ دغه جنازو کې ګڼ شمير ځائي تنانو ګډون وکړو، دوي دغه حملي غندلي دي او غوښتنه ئي کړي ده چي دوانړه هيوادونه دي د خبرو اترو دلاري مسئلي هواري کړي چي د عام اولس ژوند محفوظ شي۔ دا په داسي حال کې ده چي د افغانستان حکومت هم دا دعوې کوي چي د پاکستان د طرفه شوي بمباريو کې ګڼ شميرعام وګړو ته مرګه ژوبله اوړيدلي ده۔ تر دا مهال ددي باره کې د پاکستان او افغانستان حکومتونو څه نه دي وئيلي۔ نور تفصيل د باجوړ نه د شال نيوز خبريال حسبان الله باجوړې په راپور کې

شال نیوز