په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه د سویلي ضلعو اوسېدونکي، دا ورځې د سختې ګرمۍ له داسې څپې سره مخ دي چې نه يوازې يې ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې د خلکو روغتيا، کاروبارونه او عادي ژوند يې هم له جدي خطر سره مخامخ کړي دي. په دې ټولو ستونزو سربېره، د ورځې او شپې تر شلو ساعتونو پورې لوډشیډنګ د خلکو ژوند نور هم سخت کړی دی.
په ډېره اسماعيل خان کې د هوا درجه له ۴۵ ډګرۍ سېنټي ګرېډه لوړه شوې، خو محسوسه ګرمي ۵۱ ډګريو ته رسېدلې ده. په داسې حال کې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې کچې ګرمۍ پر مهال بېړني اقدامات کېږي، د سيمي خلک وايي، دلته د ضلعي انتظاميې عملي موجودګي نه تر سترګو کېږي.
ځايي خبريال عرفان مغل شال نيوز ته وويل، چې د ښار او شاوخوا سيمو په ګڼ شمېر فيډرونو کې تر ۱۸ او ۲۰ ساعتونو پورې لوډشیډنګ روان دی. د هغه په وينا، کله چې لږ وخت لپاره بجلي راشي، هغه هم د پرله پسې ټرېپنګ له وجې زر بېرته پرې کېږي او خلک عملي توګه له بجلي بې برخې وي.
د مريالي موړ اوسېدونکی مصطفی وايي، چې د دوي په سيمه کې تر شپې درې بجو پورې هم بجلي نه وه.
هغه وايي: “ماشومان، سپين ږيري او ناروغان ټوله شپه له ګرمۍ بېداره وي. خلک د خوب او ارام له بنيادي حقه محروم دي، خو منتخب نمائندګان او ذمه وارې ادارې يوازې تر بيانونو او وعدو محدودې ښکاري.”
د واپډا چارواکي بيا د دې ستونزې وجه د ګرمۍ ناڅاپي زياتوالی او د بجلۍ پر نظام زيات فشار بولي.
د واپډا يو چارواکي حزب الله محسود شال نيوز ته وويل، چې د سختې ګرمۍ له امله فيډرونه بيا بيا ټرېپ کېږي او تخنيکي عمله د خرابيو د سمولو لپاره شپه او ورځ کار کوي، خو د بجلۍ زيات بار او محدودې وسيلې د ستونزې د زر هواري مخه نيسي.
خو د خلکو پوښتنه دا ده چې که هر کال په اوړي کې همدا حالت وي، نو بيا د دې لپاره مخکې له مخکې تياری ولې نه نيول کېږي؟
د ګرمۍ او لوډشیډنګ اغېزې يوازې تر کورونو نه دي محدودې. د ښار بازارونه تر ډېره تش ښکاري، کاروبارونه سوړ شوي او ورځنی اقتصادي فعاليت کمزوری شوی دی.
د ښار يو بېکرۍ دوکاندار رسول زمان وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې يې کاروبار نږدې په ټپه ولاړ دی. هغه وايي: “خلک له کورونو نه راوځي، بازار ته اخستونکي نه راځي او موږ هره ورځ مالي زيانونه ګالو.”
روغتيايي ماهرين خبرداری ورکوي چې د تودوخې دا څپه د هيټ سټروک او نورو خطرناکو ناروغيو د زياتېدو سبب ګرځېدلی شي. د ډېره اسماعيل خان د مرکزي روغتون ډاکټر ادريس بيټنی وايي، چې خلک دې تر ممکنه حده په يخو ځايونو کې پاتې شي، ډېرې اوبه دې وڅښي او که څوک د سخت سر درد، بې هوښۍ، زياتې کمزورۍ يا د بدن د حرارت د ډېرېدو نښې ولري، نو بې له ځنډه دې روغتون ته ورسول شي.
د هغه په خبره، هيټ سټروک يوه بېړنۍ او خطرناکه ناروغي ده او که پر وخت درملنه ونه شي، د انسان ژوند اخستلی شي.
په همدې حال کې خبريال عرفان مغل وايي، چې د خیبر پښتونخوا په يو شمېر نورو ښارونو کې ټي اېم ای ادارې په سړکونو او چوکونو اوبه شيندي، د ګرمۍ شدت کمولو لپاره بېړني اقدامات کوي او د خلکو لپاره عارضي مرستندويه مرکزونه هم جوړوي، خو د ډېره اسماعيل خان اوسېدونکي وايي، دلته د دغسې عملي ګامونو نښې نه ښکاري.
د ضلعي انتظاميې له لوري بيا ويل کېږي چې روغتونونو کې د هيټ سټروک ځانګړي وارډونه فعال شوي، ريسکيو ادارو ته لارښوونې شوې او ټولې ادارې د هر ډول بېړني حالت لپاره تيارې دي.
خو د ولس نيوکه دا ده چې د روغتون وارډونه د ناروغ د علاج لپاره مهم دي، خو تر هغې وړاندې د خلکو ژوند خوندي ساتل او د ګرمۍ د شدت کمولو لپاره عملي اقدامات کول هم د انتظاميې ذمه واري ده.
د موسمياتو محکمې ترمخه، د جولایې له لومړۍ نېټې څخه به د مون سون هواګانې خېبرپښتونخوا ته داخلې شي او امکان دی چې د ګرمۍ شدت تر يوه حده راکم شي.
خو تر هغې د سویلي خیبر پښتونخوا زرګونه اوسېدونکي لا هم له يوې پوښتنې سره مخ دي: کله چې د هوا درجه ۵۱ ډګريو ته رسېدلې وي، تر ۲۰ ساعتونو پورې لوډشیډنګ روان وي او د خلکو ژوند فلج شوی وي، نو د ولس د ژوند، صحت او بنيادي سهولتونو ذمه واري به څوک اخلي؟


عدنان بېټنی