باجوړ: د باجوړ پولیس وایي چې د بم ډسپوزل سکواډ (بي ډي اېس) د سالارزو تحصیل د تارانونو په سیمه کې ځای پر ځای شوي بارودي مواد ترلاسه کړي او شنډ کړي دي۔

 

د پولیسو په وینا، دا عملیات د سالارزو تاڼې په حدودو کې ترسره شوي چې پکې د بم ډسپوزل سکواډ له لوري ترلاسه شوي مواد په خوندي ډول ناکاره کړل شول او سیمه ،وروسته د لټون نه، پاکه اعلان شوه۔

 

د باجوړ د پولیسو مشر (ډسټرکټ پولیس افسر) د عملیاتو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د سالارزئي تاڼې پولیس او د بم ډسپوزل سکواډ په ګډه دا کاروایي ترسره کړې ده، او د سیمي د امنیت لپاره نور د لټون عملیات هم روان دي۔

 

باجوړ هغه قبایلي ضلع ده چې په تېرو کلونو کې د وسلوالو ډلو پر ضد پوځي عملیات ترسره شوي دي۔ چارواکي وایي چې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره دا ډول کاروایۍ وخت په وخت دوام لري.