باجوړ: په سالارزو تحصیل کې په یوه کاروایۍ کې چارواکو په شاوخوا ۱۰ کناله ځمکه کرل شوې د کوکنارو يا اپيمو فصل له منځه وړی دی.

 

د ضلعې انتظامیې له خوا ویل شوي دي، چې دا اقدام د ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي په هدایت ترسره شو، چې پکې تحصیلدار ناوګۍ عالم زیب او تحصیلدار اتمانخېل محمد فیاض برخه اخیستې وه. چارواکي وایي، دا فصل په غیر قانوني ډول کرل شوی و.

 

د سیمي انتظامي چارواکو ټینګار کړی چې د کوکنارو يا اپيمو کښت په بشپړه توګه منع دی، او هر څوک چې له دې قانون سرغړونه وکړي، پر ضد به یې قانوني ګامونه پورته شي.

 

چارواکو له ولسه هم غوښتنه کړې چې د داسې غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې له ضلعي ادارې سره مرسته وکړي.

 

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې وړاندې هم د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې پر شاوخوا ۸۰ کناله ځمکه کرل شوی د کوکنارو يا اپيمو فصل له منځه وړل شوی دی.