د مردان د غلامو پيرګړۍ سيمه کې ،د جون په ۳۰مه، يو درې کلن ماشوم د کور دننه د لوبو پر مهال د اوبو ډکې بالټۍ ته لوېدلی او د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د امبولانس او طبي عملې ډله سيمي ته ورسېده. د رېسکيو کارکوونکو ماشوم ته پر ځای د زړه او ساه بېرته چلولو هڅه وکړه او وروسته يې په نازک حالت کې د مردان ضلعې مرکزي روغتون ته ولېږداوه.
د روغتون ډاکټرانو د ماشوم د ژغورلو هڅې وکړې، خو هغه د درملنې پر مهال ساه ورکړه.
رېسکيو ۱۱۲۲ له مور او پلار غوښتنه کړې چې واړه ماشومان دې د اوبو ډکو بالټيو، ټبونو، نهرونو او نورو اوبو لرونکو ځايونو ته نږدې بې له څارنې نه پرېږدي، ځکه د دوي په وينا، لږه بې احتياطي هم د داسې خواشينوونکو پېښو سبب کېدی شي.


پامیر جان