د راولپنډۍ د کهوټې په سیمه کې ،د جون په ۲۹مه، د عدالتي حاضرۍ وروسته اډیاله زندان ته د بندیانو د لېږد پر مهال ۱۴ بندیان د پولیسو له موټر څخه وتښتېدل.

د پولیسو د سرچینو په وینا، کله چې د بندیانو موټر د امنیتي پلټنې لپاره ودرول شو، نو یوه بندي د پولیسو د سرتېرو په سترګو کې د مرچو پوډر وشینده او له دې ګډوډۍ څخه په ګټې اخیستو سره ۱۴ بندیان وتښتېدل.

سرچینې وایي، کهوټه پولیسو سمدستي په سیمه کې د لټون پراخ عملیات پېل کړل او تر اوسه یې له تښتېدلو بندیانو څخه څلور تنه بېرته نیولي دي.

پولیسو د کهوټې ټول داخلي او خارجي لارې تړلې دي او د پاتې تښتېدلو بندیانو د نیولو لپاره د لټون عملیات دوام لري. چارواکي وایي، د عملیاتو لپاره د پولیسو اضافي ځواک هم سیمي ته استول شوی دی.

بل لور ته د راولپنډۍ پولیسو هم تایید کړې دی چې له تښتېدلو بندیانو څخه څلور تنه بېرته نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.