د خېبر پښتونخوا د لوړو ذکړو وزارت وايي، چې په صوبه کې د زده کوونکو لپاره د “احساس انټرنشپ پروګرام” پېلولو په اړه مهمه غونډه ترسره شوه.


د وزارت د ترجمان لخوا، شال نيوز ته لېږلی شوي ليکلي بيان له مخې، دا پروګرام به د هغو زده‌ کوونکو لپاره وي چې د خیبرپښتونخوا ډومیسایل لري او د بي ايس زده کړې یې بشپړې کړې وي.

 

هغه زياته کړه، چې انټرن شپ به لږ تر لږه ۲ میاشتې او زیات تر زیات ۶ میاشتې دوام کوي اودپه دې پروګرام کې شامل زده‌کوونکي به هره میاشت ۲۵ زره روپۍ ترلاسه کوي، او یوازې هغه کسان به يز وړ وي چې لږ تر لږه ۳ اعشاریه صفر جی پی ای ولري۔ 

د پروګرام د ښه تطبیق لپاره به په پوهنتونونو او کالجونو کې ځانګړي همغږي دفترونه جوړ شي.

 

د خېبر پښتونخوا د لوړو زدکړو وزير، مینا خان افریدي په دې موقع وويل، چې د دې پروګرام موخه دا ده چې زده‌کوونکي د کار بازار ته چمتو کړي.

 

د پروګرام د رسمي پرانيستي نېټه نده ښودل شوې، خو مينا خان  وايي چې د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی به ډېر زر د دې پروګرام رسمي پرانیسته وکړي.