د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ګل‌ بهار په سرای کې نن ،د جون په ۲۹مه، له غرمې وروسته د یو موټر د تېلو د ټانکۍ د چاودنې له امله د اورلګېدنې پېښه رامنځته شوه.

 

د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې ویلي دي، چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د دې ادارې د بیړنیو عملیاتو ټیم د پېښې ځای ته ورسېد او له پرله ‌پسې هڅو وروسته یې اور په بشپړه توګه مهار کړ او نورو سیمو ته یې د خپرېدو مخه ونیوله.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۷ کورونه، د موټرو د پرزو پلورلو ۲ دوکانونه، د رنګمالۍ او کړکۍ‌ کشۍ ۲ دوکانونه او ۴ باروړونکي لوي موټرونه زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۲ تنه ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

 

یادې ادارې له خلکو غوښتي چې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د خوندیتوب اصول مراعات کړي او د ورته بېړنیو پېښو پر مهال زر تر زره اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.