د خیبر قبایلي ضلعې د کرنې محکمه وایي، چې پسته یوه قیمتي وچه مېوه ده چې په لږو اوبو هم ښه وده کوي او د ضم شوو قبایلي ضلعو په وچو او د وچکالۍ ځپلو سیمو کې یې کر په کامیابۍ سره کېدی شي.
د محکمې په وینا، که کروندګر دې فصل ته پام وکړي، نو هم به یې عاید زیات شي او هم به د اوبو د کمښت ستونزې ته یو ښه حل وموندل شي.
د کرنې محکمې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د پستې کر تر ډېره د بلوچستان په قلعه سیف الله، مسلم باغ، زیارت، پشین او لورالایي سیمو کې کېږي، خو د خیبر پښتونخوا په سړو غرنیو سیمو، لکه دیر او چترال کې هم د دې ونې د ودې لپاره مناسب چاپېریال شته.
د کرنې کارپوهان وایي، د پستې نر او ښځینه ونې بېلې وي، نو د ښه حاصل لپاره باید دواړه یو ځای وکرل شي. دا ونه له کر وروسته په اوو تر لسو کلونو کې پوره حاصل ورکول پېلوي، لږو اوبو ته اړتیا لري، عمر یې اوږد وي او د نورو مېوه لرونکو ونو په پرتله یې پالنه هم اسانه او لږ لګښت غواړي.
د نړۍ په کچه ایران، د امریکا د کالیفورنیا ایالت، ترکیه او سوریه د پستې تر ټولو ستر تولیدوونکي هېوادونه دي.
د کرنې محکمه وایي، د پستې نیالګي د نومبر نه تر فبرورۍ پورې کرل غوره وي. کروندګر دې د باور وړ نرسریو نه تصدیق شوي نیالګي واخلي او د کرمن، پیټر، بادامي او اوهادي قسمونه وکري، ځکه دا ډولونه ښه حاصل ورکوي.
کارپوهان وایي، د پستې لپاره چیکنه یا سپکه شګلنه خاوره مناسبه ده. د دوي په خبره، که حکومت، د کرنې ادارې او کروندګر دې فصل ته جدي پاملرنه وکړي، نو پاکستان هم په راتلونکو کلونو کې د پستې یو مهم تولیدوونکی او صادرونکی هېواد جوړېدلی شي.
د خببر قبایلي ضلعې د کرنې محکمه زیاتوي چې د ضم شوو قبایلي ضلعو په هغو سیمو کې ،چې د اوبو له کمښت او پرله پسې وچکالۍ سره مخ دي، د پستې کر د دودیزو فصلونو په پرتله ښه او ګټه ور بدیل ثابتېدی شي او د کروندګرو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.

ابراهیم شینواری