د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان ،د جون د ۲۸مې، د هوايي بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې په اړه یې سخت رسمي اعتراض ورته سپارلی دی.

 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پاکستاني الوتکو د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې بمبارۍ کړې دي. د طالبانو د حکومت د دعوې له مخې، په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. د دوي په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ،حمدالله فطرت، هم ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو مرګ‌ ژوبله همدومره ده او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

 

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی دی چې په اسلام‌ اباد کې یې د طالبانو د حکومت شارژدافېر احضار کړی او د کراچۍ د وروستي ترهګریز برید په تړاو یې خپل رسمي احتجاج ورته وړاندې کړی دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دوي د معلوماتو له مخې د کراچۍ په برید کې د افغانستان یو شمېر وګړي، د یوه نیول شوي بریدګر په ګډون، ښکېل وو. پاکستان له طالبانو غوښتي چې د خپلې خاورې د وسله‌ والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ،ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د منلو وړ نه دي. نوموړي ویلي، چې طالبان جګړه نه غواړي، خو که جګړه پرې وتپل شي، نو د افغانستان او خپلو خلکو د دفاع لپاره به مناسب ځواب ورکړي.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو متقابلو اعتراضونو تبادله په داسې وخت کې شوې ده، چې د وروستیو امنیتي پېښو او سرحدي تاوتریخوالي له امله د کابل او اسلام‌اباد اړیکې یو ځل بیا له کړکېچ سره مخ شوې دي. تر اوسه د پاکستان د هوايي بریدونو او د طالبانو د دعوې مرګ‌ ژوبلې په اړه د خپلواکو سرچینو له خوا جلا تایید نه دی شوی.