د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ،د جون په ۲۹مه، د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی، او په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې د ښار له یوې سیمي څخه د تور لوګي پورته کېدل لیدل کېږي.

 

تر اوسه د چاودنې دقیق ځای، لامل او د احتمالي مرګ ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د افغان طالبانو سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په سیمه کې د موټرو د میستریانو دوکانونو ترڅنګ د تېلو یو ټانکر اور اخیستی، چې له امله یې سخت اور ولګېد او شاوخوا سیمي ته یې هم زیان رسولی دی. سرچیني وایي، چې اور د ګازو ډبې چاودني له امله رامنځته شوی، او د قابو کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کابل د لوېدیځو سیمو د اوسېدونکو له قوله ویلي دي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او لوګي له لرې واټنه هم لیدل کېدل، خو دا معلومات لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

 

د طالبانو حکومت، د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ د دې خبر تر خپرېدو پورې د پېښې په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی.

 

د یادې چاودنې رامنځته کېدو سره په سیمه کې اندېښنې خپرې شوې، ځکه، دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوځي عملیاتو او هوايي بریدونو له امله سیمه له کړکېچ سره مخ ده. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي، چې ،د جون په ۲۸مه، یې د سرحد دواړو غاړو ته د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۲۹ وسله‌ وال وژلي، خو د طالبانو حکومت دعوه کړې ده چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

شال نیوز به د طالبانو د حکومت او نورو رسمي سرچینو له احتمالي معلوماتو سره سم د دې پېښې تازه جزییات له خپلو لوستونکو سره شریک کړي.