امريکا او ايران، د څو ورځو راهيسي د يو بل پر ضد له متقابلو پوځي بريدونو وروسته، د بريدونو د درولو او د خبرو د بيا پېل پر يوه لنډمهالي تفاهم سلا شوي دي.
د امريکايي چارواکو په وينا، دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې نور به يو پر بل پوځي بريدونه نه کوي او د روانې اوونۍ په اوږدو کې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لوړې کچې خبرې بيا پېل کړي.
د راپورونو له مخې، دا هوکړه وروسته له هغې شوې، چې په تېرو څو ورځو کې دواړو خواوو د يو بل پر پوځي او سمندري اهدافو بريدونه وکړل، چې له امله يې د هرمز تنګي امنيتي وضعيت يو ځل بيا خراب شو او د نړيوالې انرژۍ پر بازارونو يې هم اغېز وکړ.
د امريکايي چارواکو په خبره، په دوحه کې راتلونکې خبرې به تر ډېره د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ، د سوداګريزو بېړيو د امنيت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستيو شخړو د کمولو پر لارو چارو متمرکزې وي. د سويس لپاره پلان شوې خبرې د وروستيو پوځي نښتو له امله ځنډول شوې وې او اوس يې کوربه توب قطر کوي.
ايران تر دې وړاندې ټينګار کړی و چې د هرمز تنګي په شمالي لاره کې د بېړيو تګ راتګ بايد د تهران له مقرراتو سره سم ترسره شي، خو امريکا دا نړيواله سمندري لاره بولي او وايي چې ازاد تګ راتګ بايد خوندي پاتې شي. همدا اختلاف د وروستيو پوځي تاوتريخوالو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، د وروستيو بريدونو پر مهال ايران د امريکا د ځينو پوځي اهدافو او بېړيو پر ضد اقدامات وکړل، او امريکا هم د ايران پر پوځي تاسيساتو او څارنيزو مرکزونو هوايي بريدونه ترسره کړل. دواړو لورو وروسته له دې نښتو د تاوتريخوالي د نه پراخېدو لپاره د بريدونو د درولو پر اصل موافقه وکړه.
اقتصادي شنونکي وايي، د بريدونو له درېدلو سره سره لا هم د نړيوالو تېلو بازارونه د احتياط په حالت کې دي، ځکه د هرمز تنګي هر ډول بې ثباتي د نړۍ د تېلو پر لېږد مستقيم اغېز کوي. د وروستيو نښتو له امله د نفتو نړيوالو بيې يو ځل بيا لوړې شوې، خو پانګه وال هيله لري چې د خبرو له بيا پېل سره به بازارونه باثباته شي.
تر اوسه نه امريکا او نه هم ايران د دايمي سولې يا وروستۍ سياسي موافقې اعلان کړی، بلکې چارواکي دا يوازې يو لنډمهالی ګام بولي چې هدف يې د پوځي شخړو درول او د ډيپلوماټيکو خبرو لپاره مناسب چاپېريال برابرول دي. شنونکي وايي، د دوحې د خبرو برياليتوب به وښيي چې ايا دواړه هېوادونه کولی شي له دې نازک پړاو څخه د اوږدمهالې هوکړې پر لور حرکت وکړي او که نه.


شال نیوز